ګلوبل ټایمز نشریه په یوه مطلب کې لیکلي چین پر پاکستان له خپل نفوذ څخه په کار اخستو سره کولای شي دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه راوګرځوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په مطلب کې ویل شوي، چین په سیمه کې د خپلو لویو پروژو د عملي کولو لپاره امنیت او ثبات ته اړتیا لري او د سیمې امنیت او ثبات د افغانستان له سولې او ثبات پرته امکان نه لري.
د مطلب لیکوال ټینګار کړی، چې د چین د لویو اقتصادي پروژو د عملي کېدو لپاره افغانستان کې سوله او امنیت اړین دی او تر چې هلته امنیت نه وي راغلی د چین لویه پروژه عملي کېدای نه شي.
د سرچینې په باور په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره اړینه ده، چې چین پر پاکستان له خپل پراخ نفوذ څخه کار واخلی تر څو یاد هېواد د ترهګرو له املاتړه لاس واخلي او د افغانستان د سولې پروسه کې همکاري وکړي.
ګلوبل ټایمز وړاندې وايي، چین کولی شي په سیمه کې له خپل نفوذ په استفادې په افغانستان کې د امنیت او سولې په راتګ کې مرسته وکړي، ځکه له دغه هېواد سره ژورې او تاریخي اړیکې لري.
نشریه زیاتوي، چین په دې وروستیو کې د افغان سولې په برخه کې هڅې ډېرې کړې دي، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو پلوی دی او له ديپلوماتیکو لارو کولی شي پاکستان دې ته تیار کړي چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.
په دغه مطب کې ویل شوي، که د سیمې هېوادونه په یوه خوله د افغان سولې په اړه همکاري وکړي نو دلته به روانه جګړه ختمه شي او د سیمې د پرمختګ لپاره به زمینه برابره شي.
نشریې پر افغانستان هم غږ کړی، چې چین په نړۍ کې دوهم لوی اقتصادي ځواک دی نو افغانستان باید د داسې یوه ګاونډي له لرلو ګټه پورته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل