د ملي امنیت ۰.۳ قطعې په کندهار ولایت کې عملیات کړي، چې د راپورونو له مخې طالبانو او ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه عملیات تېره شپه (د مرغومي ۲۸ مه) د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د سور بغل او کانټینر بازار په سیمو کې شوي دي.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیر وايي، په دې عملیاتو کې د ځینو سرګروپانو په ګډون ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په ورته وخت کې ویل کېږي په دې عملیاتو کې څلور ملکي وګړي هم وژل شوي، چې جسدونه یې د خلکو له خوا د ولسوالۍ مخې ته د اعتراض په ډول راول شوي دي.
د والي ویاند وايي دوی ته هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه رسېدلي، خو په اړه یې پلټنې رواندې دي.
ځینې امنیتي سرچینې زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو ځینې پټنځایونه او ۱۲ عرادې موټر سایکل، وسلې او چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو هم په یاده سیمه کې د عملیاتو پخلی کړی خو ویلي یې دي په دغه عملیاتو کې ۲۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کندهار