۰

رحمت الله نبیل هم د ولسمشرۍ د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه

شنبی ۲۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۷
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم له خپلو دوه مرستیالانو سره د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه.
رحمت الله نبیل هم د ولسمشرۍ د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم له خپلو دوه مرستیالانو سره د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نبیل او مرستیالان یې نن شنبې د مرغومي ۲۹ مه مازیګر مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د نوم لیکنې لپاره ورغلل او نومونه یې ثبت کړل.

د ښاغلي نبیل لومړی مرستیال جنرال مراد علي مراد چې هزاره توکمی دی او دوهم مرستیال یې ډاکتر مسعوده جلال چې په خټه تاجک ده، ټاکلي دي.

تر دې وړاندې د ملي وفاق ګوند او احمد شاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود هم د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماند په توګه رسمآ نوم لیکنه وکړه.

د ښاغلي مسعود لومړۍ مرستیال ډاکتر فریده مهمند او دوهم مرستیال یې عبدالطیف نظري دی.

د ملي وفاق د ګوند د مشر مسعود لومړی مرستیاله په خټه پښتنه او دوهم مرستیال یې هزاره توکمه دی.

هغه وايي، د ده په ټاکنیز ټکټ کې به ولسمشر درې مرستیالان ولري او دغه راز به د صدارت څوکۍ هم رامنځ کړي، چې دوه مرستیالان به ولري.

تر مسعود وړاندې بیا د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار هم د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماند په توګه رسمآ نوم لیکنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکمتیار نن شنبې د مرغومي ۲۹ مه له غرمې وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورغی او ځان یې د راتلونکي نوماند ولسمشر په توګه ثبت کړ.

د اسلامي حزب د مشر لومړی مرستيال فضل هادي وزين، چې له ترک ټبر څخه دی او دوهم مرستیال یې حفيظ الرحمن نقي دی، چې په خټه تاجک دی.

د حکمتیار د انتخاباتي ټیم تر ثبت وروسته نوموړي رسنیو ته په خبرو کې و ویل، هڅه یې کوله، چې ځینې نور ګوندونه هم ورسره ملګري کړي او په ګډه ټاکنیز ټکټ رامنځ ته کړي، خو په پای کې کار دې ځای ته ورسېده، چې ځانګړی ټاکنیز ټکټ ولرم او ځان نوماند کړم.

ښاغلي حکمتیار په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، چې دی هم په نظام کې د ژور بدلون غوښتونکی دی، خو دا بدلون به د صدارتي یا فدرالي نظام رامنځ ته کول نه وي.

هغه ټینګار وکړ، چې صدارت او فدرالي نظامونه په اوسنیو شرایطو کې د هېواد په ګټه نه دي ځکه تجزیې ته لار برابروي نو ځکه یې دی هم پلوي نه دی.

باید و ویل شي، چې د ولسمشرۍ د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ به د سبا یکشنبې مرغومي ۳۰ مې تر پای پورې دوام وکړي.

کمېسیون خبردارۍ ورکړی، چې دغه مهال وېش نور نه شي تمدیدای او څوک چې غواړي نوم لیکنه وکړي باید د سبا ورځې تر پای پورې ورشي.

د یادونې وړ ده، چې تر اوسه پورې د نبیل، حکمتیار او ښاغلي اتمر په ګډون ۱۳ تنو د ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوماند په توګه نوم لیکنه کړې ده.

دغه راز کېدای شی ولسمشر غني او داکتر عبدالله هم نن یا سبا کمېسیون ته ورشي او خپل نومونه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ثبت کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي