راپورنه وايي، په مدیترانه بحیره کې یوه کښتۍ ډوبه شوې، چې ۱۲۰ تنه کډوال په کې سپاره و، خو تر اوسه یوازې درې تنه ژغورل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایټالیا حکومت ویلي دغه کښتې تېره ورځ د مدیترانې په بحیره کې ډوبه شوې، چې ۱۲۰ تنه په کې سپاره و، خو یوازې درې تنه یې ژغورل شوي دي.
بل خوا د اسپانیا حکومتي چارواکو هم ویلي، چې د کډوالو یوه کښتۍ په اوبو کې لا درکه شوې چې ډېر احتمال لري ډوبه شوې وي.
دوی ویلي په دغه کښتې کې تر ۵۰ تنو کسان سپاره و، چې تر اوسه یې درک نه دی لګېدلی.
د کډوالو عالي کمیشنري بیا وايي چې په تېرو دوو ورځو کې ټولټال ۱۷۰ کډوال چې تر ډېره د افریقايي هېوادونو او سوریې اوسېدونکي وو ډوب شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل