۰
ډیلي ټایمز:

د امریکايي چارواکو او طالبان بل پړاو خبرې په پاکستان کې کېږي

یکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۰
ډیلي ټایمز ورځپاڼې ویلي تمه ده، چې پر افغان سوله د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ د خبرو بل پړاو په پاکستان کې تر سره شي.
د امریکايي چارواکو او طالبان بل پړاو خبرې په پاکستان کې کېږي
ډیلي ټایمز ورځپاڼې ویلي تمه ده، چې پر افغان سوله د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ د خبرو بل پړاو په پاکستان کې تر سره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې سرچینه وايي، په پام کې وه، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته خپل سفر پای ته ورسوي، خو اوس یې د سفر موده غځول شوې.

دغه ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حوله ویلي ښايي د خلیلزاد د سفر مودې غځول هم د همدې موخې لپاره شوي، چې امریکایان او طالبان پاکستان کې خبرې وکړي.

په ورته وخت کې دغه ورځپاڼې د طالب سرچینو له قوله دا هم ویلي، چې قطري چارواکو طالبانو ته ویلي، چې بر پړاو خبرې به په دوحه کې نه په اسلام آباد کې کېږي.

د ورځپاڼې په باور لا هم هیله شته، چې په پاکستان کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې خبرې وشي.

بل خوا ډیلي ټایمز د پاکستاني چارواکو په حواله وايي، په دې خبرو کې د سعودي عربستان او قطر چارواکي هم برخه اخیستلای شي.

دغه راز ورځپاڼې زیاته کړې، چې پاکستان ته مخکښ امریکايی سناتور لینډزي ګرېهام هم سفر لري او ښايي چې د افغان سولې د ملاتړ لپاره پاکستان ته ځینې وړاندیزونه له ځان سره ولري.

باید و ویل شي، چې پاکستان ته د خلیلزاد د پنځه ورځني سفر پر مهال پاکستان له طالبانو غوښتي و، چې له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي، خو طالبانو ورته د رد ځواب ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي