۰
مشرانو جرګه:

د سولې د هڅو تر څنګ پر طالبانو نظامي فشارونه هم باید دوام ولري

یکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۵
سناتورن د سولې لپاره د هڅو د دوام تر څنګ پر وسله والو طالبانود نور نظامي فشارونو راوستو غوښتنه هم وکړه.
د سولې د هڅو تر څنګ پر طالبانو نظامي فشارونه هم باید دوام ولري
سناتورن د سولې لپاره د هڅو د دوام تر څنګ پر وسله والو طالبانود نور نظامي فشارونو راوستو غوښتنه هم وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو سناتوران نن یکشنبې د مرغومي ۳۰ مه د خپلي کاري دورې د پای ته رسېدو په غونده کې چې نور په ژمنیو رخصتیو ولاړل ټینګار وکړو، چې پر طالبانو باید نظامي فشارونه نور هم زیات کړای شی تر چې دا ډله سولې ته غاړه کېږي.

د جرګې غړي محي الدین منصف په غونډه کې و ویل، چې طالبانو سولې ته لېوالتیا نه لري او باید د نظامي فشارونو پر مټ سولې ته حاضر کړای شي.

هغه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي عملیات ګټور وبلل او ویې ویل، چې دغه ډول عملیات باید دوام وکړي تر چې طالبان د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

دی وايي، د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د کاپیسا ډېری سیمې له طالبانو پاکې شوې او همدې ته په کتو په نورو ولایتونو کې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته راوړنې د ستایلو دي.

د جرګې بلې غړې ګلالۍ اکبري هم و ویل، چې طالبانو سولې ته لېوالتیا نه لري او دغه ډلې ته نور وخت ورکول د فرصت ضایع کول دي.

هغه له حکومته وغوښتل، چې د ژمي په موسم کې پر طالبانو نظامی فشارونه او عملیات زیات کړي تر چې طالبان سولې ته غاړه کېږدي.

خو بل خوا د جرګې غړي ګل احمد اعظمي و ویل، چې د افغانستان جګړه پراخ بهرنی اړخونه لري او تر څو ګاونډي، د سیمې او نړۍ هېوادونه پر افغان سوله یوه خوله نه شي د سولې راتګ ناشونی دی.

هغه ټینګار وکړ، چې ۴۰ کلونو جګړو ته د پای ټکی اېښودل او افغانستان له نیابتي جګړو را ایستل په جګړه نه کېږي بلکې سولې ته باید صادقانه کار وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې ولسي جرګې هم د امنیتي ځواکونو وروستي عملیات ستایلي او پر طالبانو یې د نورو نظامي فشارونو غوښتنه کړې وه.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي