۰

د ملي امنیت شورا سلاکار د کورنیو چارو وزارت سرپرست هم شو

دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۹
د ملي امنیت سلاکار او په واشنګټن کې پخوانی سفیر ډاکتر حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه هم ټاکل شوی دی.
د ملي امنیت شورا سلاکار د کورنیو چارو وزارت سرپرست هم شو
د ملي امنیت سلاکار او په واشنګټن کې پخوانی سفیر ډاکتر حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه هم ټاکل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري او د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم د دې خبر پخلی کړی دی.

ارګ ویلي د دې لپاره چې د کورنیو چارو وزارت چارې ټکنۍ نه شي، د بل وزیر تر ټاکل کېدو پورې به محب د دغه وزارت چارې هم مخ ته وړي.

په ورته وخت کې ویل کېږي، ولسمشر غني هم پرون ماښام د کورنیو چارو وزارت ته ورغلی او د وزارت چارواکو ته یې ډاډ ورکړی، چې د اصلاحاتو بهیر به دوام وکړي.

ولسمشر په همدې ناسته کې ډاکتر حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت د نوي سرپرست وزیر په توګه معرفي کړی دی.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت سرپرست و، خو دا چې په راتلونکو ټاکنو کې د ښاغلي غني لومړی مرستیال وټاکل شو، نو له دغه وزارته یې استعفا ورکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي