۰

جنرال ووټل له جنرال باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړې

دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۵
د زلمي خلیلزاد د سفر له پای ته رسېدو سره سم د امریکا دوه نور نظامي او سیاسي پلاوي پاکستان ته تللي او پر افغان سوله یې د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې کړي دي.
جنرال ووټل له جنرال باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړې
د زلمي خلیلزاد د سفر له پای ته رسېدو سره سم د امریکا دوه نور نظامي او سیاسي پلاوي پاکستان ته تللي او پر افغان سوله یې د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې په پاکستان کې و پرون یې په دغه هېواد کې د افغان سولې په تړاو پیل کړی سفر پای ته ورساوه.

نوموړي هلته د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د پوځ له مشر جنرال باجوه، د بهرنیو چارو وزیر قریشي او نور چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړې.

هغه پر خپل ټوېټر پاڼه پاکستان ته سفر ګټور بللی او ویلي یې دی، چې د افغان سولې روانې هڅه پر سم لوري درومي.

د خلیلزاد د سفر له پای ته رسېدو سره سم د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال ووټل په مشرۍ یو نظامي پلاوی هم پاکستان ته رسېدلی دی.

هغه د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر امنیتي وضعیت سربېره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه لیدنه کې جنرال باجوه و ویل، چې د سیمې د امنیت لپاره په افغانستان کې سوله ضروري ده او پاکستان به د افغان سولې لپاره خپلې همکارۍ جاري وساتي.

له دې ورها خوا د امریکايي سناتور لینډسي ګراهم په مشرۍ هم یو سیاسي پلاوی پاکستان ته تللی او د بهرنیو چارو وزیر قریشي سره یې پر دوه اړخیزو مسایلو، پر سیمه‌ییزو او نړېوالو حالاتو او د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي.

ګراهم ویلي، د امریکا له ولسمشر څخه به وغواړي چې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هر څومره ژر چې امکان ولري وګوري.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان جګړه د پخلاینې له لارې ختمېدای شي او عمران خان یې داسې شریک وباله چې په وینا یې کولی شي د افغان سولې په برخه کې رښتینې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي