د افغان حکومت اجرائیه رییس په نړیوالې اقتصادي مجمع کې د ګډون په موخ د سویس داوس ښار ته رسېدلي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله نن سه شنبې د سلواغې ۲ مه د یادې ټولنې په رسمي بلنه سویس ته تللی دی.
د اجرائیه ریاست پر فسبوک پاڼه خپاره شوي معالوماتو کې راغلي چې ښاغلي عبدالله به د یادې اقتصادي ټولنې په پرانستغونده کې ګډون وکړي او دغه راز به د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه په څو بېلا بېلو ناستو کې ویناوې ولري.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړی اجرائيه رئيس به د اقتصادي مجمع په لومړۍ کاري ورځ په څو قطبي نړۍ کې د سولې او پخلاینې او په سوېلي اسیا کې د وروستیو ستراتېژیکو تحولاتو په اړه وینا وکړي.
سرچینه وايي، ښاغلی عبدالله به د نړیوالې اقتصادي مجمع کې له یوشمېر لومړي وزیرانو، د نړیوالو سازمانونو له مشرانو، د هېوادونو له لوړو پوړو چارواکیو، نړیوالو سازمانونو او شخصیتونو سره هم وګوري.
باید و ویل شي، چې نړیواله اقتصادي مجمع به د سلواغې په دویمه، چې د جنورۍ له 22مې سره برابرده پیلېږي او د پنځو ورځو لپاره به د نړۍ د 3000 تنو سوداګرو، سیاستوالو، د حکومتونو د استازو، نړیوالو نهادونو او مدني ټولنو د غړو په ګډون ترسره شي.
په دې مجمع کې به د نړیوال کېدو په عصر کې په مهمو اقتصادي، سیاسي مسایلو، د اقلیم بدلونونو، د هېوادونو، نړیوالو او اقتصادي سازمانونو ترمنځ د همکاریو په څرنګوالي خبرې وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل