۰

طالبانو د ملا یعقوب د وژل کېدو راپورنه په کلکه رد کړ

سی شنبه ۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۷
وسله والو طالبانو هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې د دې ډلې د مرستیال او د طالبانو د پخواني مشر او بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب وژل شوی او یا هم تری تم شوی دی.
طالبانو د ملا یعقوب د وژل کېدو راپورنه په کلکه رد کړ
وسله والو طالبانو هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې د دې ډلې د مرستیال او د طالبانو د پخواني مشر او بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب وژل شوی او یا هم تری تم شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تاند وېب پاڼې د ځینو خبري سرچینو په حواله ویلي وو ملا یعقوب پرون دوشنبې د سلواغې اوله د خیبرپښتونخوا په پېښو کې وژل شوی دی.

له دې سره داسې راپورنه هم ورکړل شوي، چې ملا یعقوب د ماښام له لمانځه وروسته د پېښور په سپینه وړۍ سیمه کې تری تم شوی او ګمان کېږي، چې وژل شوی به وي.

خو وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه راپورونه په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، چې ملا یعقوب ژوندی او هېڅ ډول زیان ورته نه دی رسېدلی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه خبرپاڼه کې ویلي، له پرون راهسیې د ده په وینا چې دښمن په میدان وردګو کې کومه ضربه وخوړه نو پروپاګند ناکامه هڅه یې پیل کړې او استخاراتي کړیو یې داسې راپورونه ورکړي، چې ګڼې مولوي صاحب محمد یعقوب ته زیان رسېدلی او یا هم تری تم شوی دی.

هغه نیوکه کړې، چې له دې وروسته ځینو رسنیو دې شایعې ته د رښتیا بڼه ورکړې، چې هېڅ د منلو وړ نه ده.

مجاهد ویلي طالبان دا خبر په کله ردوي او د امارت مرستیال جوړ روغ او هېڅ ډول ستونزه ورته نه ده پېښه شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي