د سولې عالي شورا وايي، د سولې د هڅو په خاطر د سیمې هېوادونو ته د سفرونو په ترڅ کې به د یادې شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داودزی چین او ایران ته سفر وکړي.
د یادې شورا ویاند احسان الله طاهري نن سه شنبې د سلواغې دوهمه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې ښاغلی داودزی به سبا چهارشنبې چین ته ولاړ شي.
د هغه په وینا نوموړی به د چین له حکومتي او حزبي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي او چین به دې ته وهڅوي، چې پر پاکستان فشار راوړی تر څو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.
د سولې عالي شورا ویاند و ویل چین پر پاکستان زیات اغېز لري او د همدې اغېز له کبله کولای شي پاکستان ته دې واداره کړي، چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي.
نوموړي زیاته کړه، چې ښاغلی داودزی به دغه راز د سولې په اړه د سیمه ییز اجماع د رامنځ ته کولو په موخه له چین وروسته ایران ته هم سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره به پر افغان سوله خبرې وکړي.
باید و ویل شي، چې داودزي د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع د رامنځ ته کولو په موخه د خپلو سفرونو لړۍ له پاکستان څخه پیل کړه.
هغه تېره اوونۍ په څلور ورځي سفر پاکستان ته ولاړ او د دغه هېواد له ملکي، نظامي او مذهبي مشرانو سره یې پر افغان سوله خبرې وکړې.
ښاغلي داودزي پاکستان ته خپل سفر ګټور وباله او ویې ویل، چې د پاکستان په پالیسې کې بدلون راغلی او تمه ده، چې د سولې په برخه کې ریښتینې همکاري وکړي.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش