چین یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي، چې د افغان سولې په برخه کې ریښتینې همکاري وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستان کې د چین سفیر یاوو جنیګ ویلي هېواد یې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات غوښتونکی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې د سیمې د ثبات لپاره د افغانستان امنیت مهم بولي او په دې برخه کې هر راز مرستو ته چمتو دی.
یاوو جینګ په افغان سوله کې د پاکستان رول هم مهم بللی او له دغه هېواده یې غوښتي، چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې ریښتینې همکاري وکړي.
باید و ویل شي، چین تر دې وړاندې هم څو ځلې له پاکستان غوښتي، چې د افغان سولې په برخه کې جدي همکاري وکړي.
چین وايي، په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ او لویو پروژو د پلي کېدو لپاره تر ټولو اړین کار په افغانستان کې امن او ثبات دی.
د چین په باور که په افغانستان کې سوله او ثبات نه وي په سیمه کې د لویو اقتصادي پروژو پلي کېدل ناممکن کار دی.
جمهورخبري آژانس:کابل