۰
سرچینې:

له امریکایانو سره خبرو کې طالبانو د پاکستانۍ عافیه صدیق د خوشي کولو غوښتنه کړې

شنبی ۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۶
په داسې حال کې، چې د امریکا او طالبانو تر منځ قطر کې پر افغان سوله خبرې شپږمې ورځې ته غځېدلې، ځینې سرچینې وايي، په دې خبرو کې طالبانو له امریکا غوښتي، چې پاکستانۍ مېرمنه عافیه صدیق خوشي کړي.
له امریکایانو سره خبرو کې طالبانو د پاکستانۍ عافیه صدیق د خوشي کولو غوښتنه کړې
په داسې حال کې، چې د امریکا او طالبانو تر منځ قطر کې پر افغان سوله خبرې شپږمې ورځې ته غځېدلې، ځینې سرچینې وايي، په دې خبرو کې طالبانو له امریکا غوښتي، چې پاکستانۍ مېرمنه عافیه صدیق خوشي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عافیه صدیق هغه پاکستانۍ مېرمن ده، چې څو کاله وړاندې د امریکا استخباراتي ادارې سي آی اې له خوا له القاعده سره د اړیکو او دغه راز هغوی ته د کمیاوي وسلو د جوړو په تور ونیول شوه.

عافیه صدیق تر نیول کېدو وروسته لومړی بګرام او وروسته ګوانتانامو زندان ته یووړل شوه.

که څه هم پاکستان د هغه د خوشي کېدو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، خو امریکا خوشې نه کړه.

اوس ځینو طالب سرچینو شمشاد تلوېزیون ته ویلي، چې د قطر په خبرو کې د عافیه صدیق د خوشي کولو موضوع هم یاده شوې ده.

دغه سرچینې ویلي طالبانو له امریکا غوښتي، چې عافیه صدیق خوشي کړي، خو دا چې امریکا د طالبانو له دې غوښتنې سره موافقه کړې که نه، سرچینې په اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې د امریکا او طالب استازو تر منځ په قطر کې خبرې د ترې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل، چې نن شنبې د سلواغې ۶ مه به هم دوام ولري.

قطر کې طالب سرچینو رسنیو ته ویلي، په تېرو پنځو ورځو کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او دغه راز افغانستان بیا د ترهګرو په مرکز په نه بدلېدو خبرې شوې دي.

سرچینو زیاته کړې، چې په ټول کې پر دغه دوه موضوعاتو توافق شوی، خو نن به دواړه لوري د دغه توافق پر جزیاتو خبرې وکړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې د توافق جزیات دا دي، چې طالبان له امریکا د وتلو شپږمیاشتنې مهال وېش غواړي، خو به مقابل کې یې امریکا له طالبانو له دې د زیات وخت او دغه راز د اوربند او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو غوښتنه کوي.

ویل کېږی، چې د نن ورځې په پای کې به دغه خبرې یوې پایلې ته ورسېږي او جزیات به یې وروسته خپاره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي