۰

ننګرهار کې چاودنې یوه محصله وژلې ده

شنبی ۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۴
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله د یوې محصلې په ګډون دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې چاودنې یوه محصله وژلې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله د یوې محصلې په ګډون دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د سلواغې ۶ مه سهار شاخوا ۹ بجې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې د عیدګاه جومات ترڅنګ شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه د اریا ماین پاکۍ موسسې پر یوه موټر د چسپکي ماین له کبله شوې، چې دوه تنه په کې ټپیان شوي دي.

خو عیني شاهدان وايي، په دغه چاودنه کې یو موټر چلوونکی ټپي شوی او یوه پېغله نجلۍ چې په یاد موټر کې ناسته وه وژل شوې ده.

سرچینې وايي، وژل شوې نجلۍ د یادې موسسې د یوه مسول لور وه او په موټر کې پوهنتو ته روانه وه.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهوخبري آژانس:ننګرهار

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي