۰
د ارګ مرستیال ویاند:

ځینې رسنۍ هڅه کوی د افغانستان او امریکا تر منځ بې باوري رامنځ ته کړي

دوشنبه ۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۲
ولسمشرۍ ماڼۍ قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو په اړه د ځينو رسنیو په راپورونو نیوکه کړې او هغه یې مغرضانه او د ځینو شخصي هدفونو لپاره بللي دي.
ځینې رسنۍ هڅه کوی د افغانستان او امریکا تر منځ بې باوري رامنځ ته کړي
ولسمشرۍ ماڼۍ قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو په اړه د ځينو رسنیو په راپورونو نیوکه کړې او هغه یې مغرضانه او د ځینو شخصي هدفونو لپاره بللي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ شپږ ورځې پر افغان سوله خبرې وشوې، خو له دغه خبرو ځینې کورنیو او بهرنیو رسنیو د بېلا بېلو سرچینو او سیاسي شنونکو د معلوماتو پر اساس ډول ډول راپورونه ورکول.

ځینو بهرنیو رسنیو راپورونه ورکړی و، چې په دغه خبرو کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو پر وتلو، افغانستان بیا امریکا ته په نه ګواښ بدلېدو او له تور لېسته د طالب بندیانو پر ایستلو هوکړه شوې.

په ورته وخت کې ځینو کورنیو رسنیو د سرچینو او سیاسي شنونکو له قوله راپورونه خپاره کړل، چې ګنې په دې خبرو کې افغان حکومت څنډې ته شوی، د امریکایانو پر وتلو، افغانستان بیا امریکا ته پر نه ګواښ بدلېدو، د موقت حکومت پر رامنځ ته کېدو او د نظام په جوړږښت هوکړې شوې.

ارګ همدې راپورونو ته سخت غبرګون ښودلی او دغه ډول راپورونه یې هدفي او غرض الوده بللي دي ځکه زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني سره د قطر خبرو د جزیاتو شریکولو پر مهال د موقت حکومت او راتلونکي نظام پر جوړښت له طالبانو سره هر ډول توافق او خبرې بې بنسټه او ګنګوسې بللې دي.

هغه ویلي له طالبانو سره پر موقت حکومت او د نظام پر جوړېښت هېڅ ډول خبرې او بحث نه شوی او نه هم د امریکايي ځواکونو د وتلو پر سره کومه هوکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپله فسبوک پاڼه ویلي یو شمېر رسنۍ په هدفمنده او غرض الوده توګه د قطر خبرو ته پوښښ ورکوي.

نومووړي ویلي دغه رسنۍ د سیاسي سرچینو څخه په ګټنې اخیستنې په داسې راپورونو خپرولو هڅه کوي، د افغانستان او امریکا تر منځ د بې باورۍ فضا رامنځ ته کړي.

دغه راز هغه ټینګار کړی، چې دغه ډول رسنۍ په ورته راپورونو دا هڅه هم کوي، چې د سولې په پروسه کې د سیمې د ځینو هېوادونو رول هم برجسته وښيي.

هغه له ټولو رسنیو غوښتي، چې په خبر رسونه کې دقیق، منصفانه او بې طرفه و و اوسي ځکه په وینا یې د دیموکراسۍ د څلورم رکن په توګه همدا د رسنیو ریښتینې نده ده.

جمهورخبری آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي