۰
پخوانی طالب چارواکی:

امریکا او طالبان به له مشرانو سره تر مشورو وروسته موافقې لاسلیک کړي

دوشنبه ۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۶
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دغه ډلې د مالیې وزیر معتصم آغا جان ویلي طالبان او امریکا ځینو مهمو هوکړو ته رسېدلي او یا هم نېږدې شوي دي.
امریکا او طالبان به له مشرانو سره تر مشورو وروسته موافقې لاسلیک کړي
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دغه ډلې د مالیې وزیر معتصم آغا جان ویلي طالبان او امریکا ځینو مهمو هوکړو ته رسېدلي او یا هم نېږدې شوي دي.

 د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پخواني طالب چارواکي ټینګار کړی، چې طالبان او امریکايي پلاوی به له خپلو مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته دغه توافق پانې لاسلیک کړي.

نوموړي ویلي، د قطر د سیاسي دفتر د مشر په توګه د ملا عبدالغني برادر د ټاکل کېدو موخه هم دا ده، چې نوموړی په سیاسي مسایلو کې وارد کس دی او د طالبانو ټولې سیاسي چارې به هغه تنظیموي.

دی وايي، ملا برادر د طالبانو په لیکو کې هم پراخ نفوذ لري او د ده سیاسي پرېکړې به د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې ملا برادر تر اوسه پورې د قطر دفتر ته نه دی تللی، خو په وینا یې هغه به په یوه مناسب وخت کې هلته ولاړ شي.

وړاندې داسې ویل کېدل، چې ملا برارد د قطر دفتر د رییس په توګه تر ټاکل کېدو وروسته قطر ته تللی او د طالبانو او امریکا تر منځ خبرو کې هم برخه اخیستې وه.

په راپورونو کې دا هم ویل شوي و، چې ملا برادر په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرو کې هم برخه اخیستې وه.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، ملا برادر تر وسه قطر ته نه دی تللی، ولې په یوه مناسب وخت کې به هلته ولاړ شي او خپل نوی مسوولیت به پر غاړه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، لا په دې اړه څه نشي ویلای چې له امریکایي پلاوي سره د طالبانو د راتلونکې ناستې مشري به ملا برادر کوي او که بل څوک.

باید و ویل شي، طالبانو څو ورځې وړاندې ملا برادر په قطر کې د خپل سیاسي دفتر نوی رییس او همدا راز په سیاسي چارو کې د طالبانو د مشر سلاکار وټاکه.

ملا برادر د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مرستیال و، چې په ۲۰۱۰ کال کې په پاکستان کې ونیول شو.

پاکستاني پوځ هغه د زلمي خلیلزاد په هڅو له بند ازاد کړ او اوس د طالبانو له لوري د قطر دفتر مشر ټاکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي