۰
روسیه:

د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه زموږ له حکومت سره تړاو نه لري

یکشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۱
روسیه وايي، په مسکو کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې غونډه د روسیې له حکومت سره تړاو نه لري او نه هم دا غونډه دوی بللې.
د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه زموږ له حکومت سره تړاو نه لري
روسیه وايي، په مسکو کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې غونډه د روسیې له حکومت سره تړاو نه لري او نه هم دا غونډه دوی بللې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې د فبرورۍ پر پنځمه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو یوه غونډه تر سره شي.

دغه غونډې ته د وسله والو طالبانو، د افغانستان د ځینو سیاسي ګوندونو استازي او دغه د پخوانی ولسمشر حامد کرزي په ګډون ځینې سیاسي څېرې ورغوښتل شوي دي.

راپورنه وايي، د مسکو غونډې ته په ټول کې ۲۰ تنه افغان سیاسیون او پخوانی جهادي څېرې وربلل شوې چې ځینو یې مسکو ته د تګ تایید هم کړی دی.

طالبانو هم ویلي، چې دوی به د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته ولېږي او هلته به له افغان سیاسیون سره د سولې پر څرنګوالي خبرې وکړي.

د مسکو د غونډې په اړه وړاندې داسې ویل کېدل، چې ګڼې دا د روسیې د حکومت په نوښت او کوربه توب جوړېږي خو کابل کې د روسیې سفارت دا خبر رد کړی دی.

کابل کې د روسیې سفارت پرون شبنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په مسکو کې د افغانستان د حکومت د وسله والو او سیاسي مخالفانو جوړېدونکې غونډه د روسیې له حکومت سره تړاو نه لري او نه دا غونډه د روسیې حکومت بللې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا غونډه په روسیه کې د یو شمېر دېره افغانانو په نوښت جوړېږي او د روسیې حکومت په هغې کې هیڅ راز رول نه لري.

دغه راز د روسیې سفارت دا هم زیاته کړې، چې په دغه غونډه کې به د روسیې د حکومت او دولت هیڅ چارواکی او نه هم د کوم بل هیواد کوم استازی ګډون وکړي.

ویل کېږي په دغه غونډه کې به پخوانی ولسمشر کرزی، محمد محقق، عطا محمد نور، اسماعیل خان، ګلبدین حکمتیار، ذبیح الله مجددي، شېر محمد عباس ستانکزی او ځینې نور سیاسیون برخه واخلي.

دغه غونډې ته د افغان حکومت استازي نه دي وربلل شوي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې دوی په کې ګډون نه کوي.

د وزارت په وینا د سولې په تړاو هر هغه غونډه چې د افغان حکومت استازي په کې نه وي او مذاکرات یې د افغان حکومت پرته تر سره شي، پایله به ونه لري او نه هم د منلو وړ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي