۰

تېر کال د سرطان ناروغۍ له امله ۱۵ زره افغانان ژوند له لاسه ورکړی

یکشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۷
د عامې روغتیا وزارت وايي، تېر کال په افغانستان کې ۱۵ زره کسانو د سرطان ناروغۍ له امله خپل ژوند بایللی او دا مهال ۴۰ زره نور افغانان هم پر سرطان اخته دي.
تېر کال د سرطان ناروغۍ له امله ۱۵ زره افغانان ژوند له لاسه ورکړی
د عامې روغتیا وزارت وايي، تېر کال په افغانستان کې ۱۵ زره کسانو د سرطان ناروغۍ له امله خپل ژوند بایللی او دا مهال ۴۰ زره نور افغانان هم پر سرطان اخته دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز نن یکشنبې د سلواغې ۱۴ مه کابل کې له سرطان سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو مراسمو کې دغه څرګندونې وکړې.

په دغه مراسمو کې چې زه څوک یم او څه کولای شم تر عنوان لاندې جوړ شوي و، ښاغلي فیروز و ویل، چې تېر کال په ټوله نړۍ کې ۱۸ میلیونه انسانان د سرطان په ډول ډول ناروغیو اخته دي، چې ۱۰ میلیونو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې هم ۴۰ زره کسان، د معدې، سینې، سږو، او خولې په سرطانونو اخته شوي، چې ۱۵ زرو یې ژوند بایللی دی.
 
د هغه په وینا سره له دې چې ۸۰۰ ډول ډول فکتورنه د سرطان ناروغۍ د رامنځ ته کېدو سبب کېږي خو ۷۰ سلنه سرطان د تنباکو د د کارولو له امله رامنځ ته کېږي.

د عامې روغتیا وزیر په افغانستان کې د سرطان ناروغیو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې په وروستۍ لسیزه کې په دغه ناروغیو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ډاکتر فیروز ټینګار وکړ، چې د سرطان ناروغۍ د مخینوي یوازینۍ لا د هغې پر وخت تشخیص او پېژندل دي، چې کولی شي، د سرطان له پرمختګ څخه مخنیوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي