ولسمشر محمد اشرف غني د هوايي دهلیزونو د ګټې او پراختیا تر څنګ د ځمکنیو دهلېزونو جوړولو ته پر پام اړولو هم ټینګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون یکشنبې ماښام د هوایي دهلېز له لارې د توکو د صادروونکو غونډه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه وکړې.
په دغه غونډه کې د ولسمشر ستر سلاکار اجمل احمدي لومړی د هوايي د هلېزونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې تر هند وروسه اوس له قزاقستان، سعودي عربستان، اروپا، چین او ترکیې سره هم دهلېزونه رامنځ ته شوي دي.
د هغه په وینا د دغه دهلېزونو له لارې له کابل، کندهار او مزارشریف څخه غالۍ، جلغوزي، قره قل، تازه او وچې مېوې بېلابېلو هېوادونو ته صادرې شوې.
نوموړي ویلي، چې د هوایي دهلېزونو په برخه کې ګمرکي او نورې تخنیکي ستونزې د وخت په تېرېدو سره حل شوې او په نږدې راتلونکي کې به له هرات او بامیانو څخه هم د هوایي دهلېزونو له لارې صادرات پیل شي.
د احمدي په وینا د دغو دهلېزونوله لارې افغان تاجرانو تر دې مهاله ۱۲۰ میلیون ډالره ګټه کړې او د یادو دهلېزونو د لا تقویې لپاره به له تاجرانو، خصوصي سکتور او خپلو بین المللي شریکانو سره په ګډه کار وکړي.
د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني د وینا پرمهال افغان تاجرانو او د خصوصي سکتور استازو ته د صادراتو د ټرانزیټ او ټرانسپورټ په برخه کې د دوی د لويې هیلې د پوره کېدو مبارکي وویله.
ښاغلي غني په دې اړه د اړوندو هېوادونو سفیرانو څخه په مننې هغوی ښه شریکان وبلل او په تېرو ۱۷ کلونو کې یې له افغانستان سره د بهرنیو هېوادونو له سخاوتمندانه همکاریو مننه وکړه.
خو ټینګار یې وکړ، چې افغانستان باید د اوږدمهال لپاره په بهرنیو مرستو متکي نه وي او هوایي دهلېزونه د افغانستان د خودکفایي په لور یو ښه ګام دی.
ولسمشر وايي، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو اغېز د جلغوزیو په تولیدوونکو ولسوالیو کې د هوایي دهلېز له لارې د جلغوزیو د صادرولو هومره محسوس نه دی.
هغه د خصوصي سکتور، تولیدوونکو او نړیوالو بازارونو د اړیکو پر تامین ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په نړیوالو بازارونو کې د رقابت لپاره باید د صادراتو کیفیت ته پاملرنه او پر پروسس اساسي پانګونه وشي.
ده زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د جلغوزیو د پروسس لویه فابریکه جوړه شي او د ارزښت ځنځیر په ایجاد او همدارنګه په تولیداتو، صادراتو او پروسس کې د ښځو د رول پر تقویې ټینګار وکړ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، چې د هوایي دهلېزونو ترڅنګ باید ځمکنیو دهلیزونو ته هم اساسي پام وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل