۰
ټرمپ ته د امریکايي سناتورانو خبرداری:

له افغانستان او سوریې ځواکونه نه شې ایستلای

سی شنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۸
امریکايي سناتورانو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی، چې د القاعده او داعش تر ماتې پورې له افغانستان او سوریې ځواکونه نه شي ایستلی.
له افغانستان او سوریې ځواکونه نه شې ایستلای
امریکايي سناتورانو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی، چې د القاعده او داعش تر ماتې پورې له افغانستان او سوریې ځواکونه نه شي ایستلی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي سناتورانو هغه لایحې ته هم مثبته رایه ورکړې، چې پر مټ یې ټرمپ نه شي کولی د سرتېرو په ایستلو کې بېړه وکړي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ ۳ مه له سي بي اېس تلوېزیون په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې وخت رارسېدلی او امریکا باید نور خپل ځواکونه له دغه هېواده وباسي.

خو زیاته کړې یې وه، سره له دې چې طالبان سخت ځپل شوي او له جګړې ستړي دي، خو ټول امریکايي پوځیان به له افغانستانه ونه باسو.

هغه ویلي«موږ هلته (افغانستان) کې ۱۹ کاله وو، ډېر ښه جنګېږو، تر بل هر وخت ښه جنګېږو، طالبان سخت ځپل شوي او له جګړې ستړي دي فکر کوم، د سولې وخت رارسېدلی، خو ګورو به چې طالبان سوله کوي که نه، هلته ټول له جګړې ستړي شوي دا ناپایه جګړه نور باید په سیمه کې ودرول شي، موږ له دې بې پایه جګړې راووځو او خپل ځواکونه هېواد ته راغواړو، خو د دې مانا دا نه ده، چې موږ هغه ځای له استخباراتي لارو نه څارو، موږ به څارنې ته دوام ورکړو، او ډېر په ځیر به یې وڅارو.»

د امریکا ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په افغانستان کې د یو شمېر ځواکونو د پرېښود پلان لري ویلي«هو زه هلته استخباراتي کارکوونکي ساتم، حقیقي استخباراتي مامورین، که مې ولیدل، چې بیا ځلې تروریستي ډلې جوړېږي اقدام کوم موږ ډېرې چټکې الوتکې لرو، خو د تېر کال په شان ۵۱ ملیارد ډالره او یا که د لګښتونو اوسط وګورۍ داسې ارقام به واورۍ چې هیچا هیڅکله نه دي اورېدلي.»

خو امریکايي سناتوران تېره ورځ یو ځل بیا ټرمپ ته له افغانستان او سوریې د ځواکونو د ایستلو په اړه خبرداری ورکړل او ترې ویې غوښتلو چې د سرتېرو په ایستلو کې دې بېړه نه کوي.

سناتورانو ویلي تر هغه چې په افغانستان او سوریه کې د القاعده او داعش ډلې جرړې ختمې شوې نه وي ټرمپ نه شي کولی خپل سرتېري له دغه هېوادونو وباسي.

امریکايي سناتورانو دا هم زیاته کړې، چې ټرمپ دې د سرتېرو د ایستلو پر ځای د القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو پر پلان کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي