سیمه ییز چارواکي وایي، جوزجان ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۶ غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د سلواغې ۱۶ مه د جوزجان په چغچي نومې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د جوزجان د والي فریدون انیق وايي، کرولا ډوله موټر له مزار شریف ښار څخه فاریاب ته په لار و، چې د جوزجان په چغچي سیمه کې یې له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې ۷ تنه مړه شوي، چې د دریو ښځو او دوه ماشومانو په ګډون شپږ تنه یې د یوې کورنۍ غړي دي.
د والي ویاند د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي په ګوته کړې او وايي په دې اړه څېړنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:جوزجان