۰
عباس ستانکزی:

د افغانستان موجوده اساسي قانون د اعتبار وړ نه دی باید تعدیل شي

چهارشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۶
د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوی مشر شېر محمد عباس ستانکزي و ویل، چې د افغانستان موجوده اساسي قانون د اعتبار وړ نه دی باید تعدیل شي.
د افغانستان موجوده اساسي قانون د اعتبار وړ نه دی باید تعدیل شي
د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوی مشر شېر محمد عباس ستانکزي و ویل، چې د افغانستان موجوده اساسي قانون د اعتبار وړ نه دی باید تعدیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړه، چې دغه قانون د غرب څخه کاپي شوی،  نه د افغانانو غوښتنو ته ځواب ویلای شي، او نه عملي کېدای شي؛ ځکه چې مواد یې په خپلو کې متضاد او مبهم دي.

هغه طالبانو ته د رسمي دفتر پرانستل او د سولې لپاره د تضمين شتون  اړين وبلل او ویې ویل، چې اسلامي امارت د واک انحصار ته لېوال نه دی او د ښځو حقونو ته ژمن دي.

د هغه په وینا طالبان ته ځکه رسمي دفتر اړین دی، تر څو د سولې لپاره هغه پلمې هم پاى ته ورسي چې ګواکي طالبان ادرس نه لري.

نوموړي و ویل«اسلامي  امارت ټولې نړی ته په کراتو ویلي چې د هېواد نه بهر اجنډا نه لري، خو د هېواد خپلواکۍ او هلته زموږ د دیني او افغاني ارزښتونو سره سم اسلامي نظام جوړول زموږ حق دی.»

ښاغلي ستانکزي ټینګار وکړ، چې د اشغال له خاتمې وروسته اسلامي امارت د قدرت د انحصار په فکر کې نه دی، بلکې غواړي د ټولو افغانانو سره په مشوره،  په هېواد کې یو افغان شموله اسلامي نظام قایم کړي.

د طالبانو د پلاوی مشر سوله د هرې ټولنې په تېره بیا د افغانانو لپاره لومړنۍ اړتیا وبلله خو ویې ویل، چې سوله یوازې په ویناو او شعارونو منځ ته نه راځي.

دی وايي«په تیره یوه نیمه لسیزه کې چې د پروژې په توګه استفاده ترې شوې ده، بلکې کلکې ارادې او ښکاره عمل ته اړتیا لري، هر چیرې چې د ولسونو څخه د آزادۍ حق واخیستل شي، ظاهره ده چې هلته به سوله له منځه ځي او ځای به یې جنګونه او جګړې نیسي.»

عباس ستانکزي زیاته کړه، چې جګړه پر دوى او ټول افغان ولس تپل شوى او افغانستان اشغال شوى دى؛ نو ځکه خو  تر ټولو د مخه باید هغه عوامل له منځه لاړ شي چې په افغانستان کې د سولې د منځه تګ او د جګړې د دوام باعث ګرځیدلي دي.

نوموړي د تور لېست ختمول، د بندیانو آزادول،  په رسمي توګه د دفتر پرانیستل او د افغانستان اسلامي امارت په خلاف زهرجن تبلیغات بندول، د سولې لپاره مقدماتي اقدامات وبلل.  

ده د ښځو د حقونو په اړه وويل چې دوى   ښځه د مسلمانې ټولنې معماره بولي او د ښځو ټولو هغو حقوقو ته قایل دی چې د اسلام مقدس دین ورکړي دي.

ستانکزى زياتوي چې اسلام ښځو ته ټول بنیادي حقوق، لکه د تجارت او د ملکیت، د میراث، د تعلیم، د کار، د خاوند د اختیار، د امن، د صحت، او د ښه ژوندانه حق ورکړی دی.

خو په وینا یې د ښځو د حقوقو تر نامه لاندې د بد اخلاقۍ، بې حیایۍ او غیر اسلامي کلتورونو د رایجولو لپاره کار شوی.

دی وايي، د غربي او غیر اسلامي او غیر افغاني سریالونو خپرول، اخلاقي جرمونو ته لاره هوارول او افغاني عنعناتو پایمالولو ته ښځې تشویقول نور هغه موارد دي چې د ښځو د حقوقو تر نامه لاندې په افغاني معاشره باندې تپل شوي دي.

باید و ویل شي، چې په مسکو کې پر افغان سوله غونډه پرون سه شنبې د سلواغې ۱۶ مه د یو شمېر افغان سیاسیون او طالب استازو تر منځ پیل شوې، چې نن د ورځې تر پایه به دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي