۰

طالبانو په کابل کې د رسمي دفتر د پرانستلو غوښتنه کړې

چهارشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۲
روسي رسنۍ وايي د طالبانو پلاوي د مسکو په غونډه کې ویلي، چې له افغان حکومت سره د دوی د خبرو یو اساسي شرط په کابل کې د طالبانو لپاره د رسمي دفتر پرانستل دي.
طالبانو په کابل کې د رسمي دفتر د پرانستلو غوښتنه کړې
روسي رسنۍ وايي د طالبانو پلاوي د مسکو په غونډه کې ویلي، چې له افغان حکومت سره د دوی د خبرو یو اساسي شرط په کابل کې د طالبانو لپاره د رسمي دفتر پرانستل دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسيې سپوتنیک آژانس د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر شېر محمد عباس ستانکزي له قوله ویلي تر چې په کابل کې د طالبانو لپاره رسمي دفتر نه وي پرانستل شوی، له افغان دولت سره مخامخ خبرې امکان نه لري.

د طالبانو د پلاوی مشر ټینګار کړي، چې د خبرو او له دولت سره د اړیکو ټینګولو په خاطر اړینه ده، چې طالبان په کابل کې یو دفتر ولري.

د هغه په وینا اوس مهال طالبان په کابل کې داسې کوم ادرس او دفتر نه لري، چې وکولای شي پر مت یې له افغان دولت سره خبرې وکړي او په خبره یې دا یوه اړتیا ده.

شېر محمد عباس ستانکزي ویلي«د مذاکرې او له افغان دولت سره د اړیکو ټینګولو لپاره اړینه ده، چې کابل کې یو دفتر جوړ شي، دغه دفتر به باید مطبوعاتي او د سولې اړوند مسایل خپاره کړي، د خلکو سوالونو ته د یوه مسوول په توګه ځواب ورکړي او ملي او نړیوال مسایل مطرح کړي.»

عباس ستانکزي یو ځل بیا په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې طالبان په افغانستان کې د قدرت د انحصار په لټه کې نه دي، بلکې د بهرنیو ځواکونو له وتلو له ټولو سره په ګډه یو اسلامي نظام غواړي.

هغه دا هم ویلي، تر چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتي نه وي، وسله وال طالبان به اوربند ته غاړه کېنږدي.

عباس ستانکزي دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار او راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر وايي، د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډې خبرې ښې خوا ته روانې دي.

اتمر چې خپله هم د دغه غونډې برخوال دی ویلي په دغه غونډه کې دواړه لوري پر کلیدي توافقاتو بریالي شوي، څو ساعته وروسته به په ګډه اعلامیه کې خپاره شي.

اتمر په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وړاندې له دې هم ویل شوي و، چې د غونډې برخوال پر یوه ګډه اعلامیه کار کوي او د نن ورځې د خبرو په پای کې به یې صادره کړي.

باید و ویل شي، چې په مسکو کې پرون سه شنبې د سلواغې ۱۶ مه د یو شمېر افغان سیاسیون او طالب استازو تر منځ غونډه پیل شوه، چې نن یې هم داوم درلود.

په دغه غونده کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، محمد حنیف اتمر، یونس قانوني عطامحمد نور، محقق، حکمت کرزي، اسماعیل خان، مولوي عبدالسلام ضعیف، مولوي متوکل، ډاکتر سپنتا، کریم خرم، او ۷۰ پورې نورو افغان سیاسیونو په ګډون د ملا شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو ۱۱ کسیزه پلاوی ګډون لري.

دوی پرون په خپلو خبرو کې د سولې او افغان جګړې د پای ته رسېدو په اړه نظرونه سره تبادله کړل، چې د افغان سیاسیون ټینګار د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړڼو پر ساتلو او اوربند و، خو د طالبانو ټینګار بیا، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د تور لېست لرې کولو، بندیانو خوشي کولو او د افغانستان اساسي قانون پر تعدیل وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي