۰
ولسمشرغني:

سوله په کعبه شریفه کې غواړم نه په مسکو کې

یکشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې لپاره ټینګه اراده لري، خو په وینا یې سوله په کعبه شریفه کې غواړي نه په مسکو کې.
سوله په کعبه شریفه کې غواړم نه په مسکو کې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې لپاره ټینګه اراده لري، خو په وینا یې سوله په کعبه شریفه کې غواړي نه په مسکو کې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني، چې نن یکشنبې د سلواغې ۲۱ مه د یوه پلاوی سره ننګرهار ولایت ته تللی دغه څرګندونې هلته له قومي مشرانو او ځوانانو سره د یوې غونډې پر مهال وکړې.

ښاغلي غني په دغه غونده کې د ننګرهار د شینورا د پنځو ولسوالیو، غني خېلو، اچین، نازیان، هسکې مېنې او مومند درې ولسوالۍ له قومي مخورو او ځوانانو سره ولیدل او هغوی ته یې وینا وکړه.

ولسمشر د خپلو خبرو په پیل کې د یادو ولسوالیو له ولس څخه د داعش په ماته کې له امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ څخه مننه وکړه.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې و ویل، چې سولې ته پیاوړې اراده لري او د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی، خو په وینا یې سوله په کعبه شریفه کې غواړي نه په مسکو کې.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، چې د سولې د راتګ لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی او په وینا یې د ولسمشرۍ څوکۍ د ولس ده او په دې اړه پرېکړه یوازې ولس کولای شي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تېره اونۍ په مسکو کې د افغان سیاسیون او طالب استازو تر منځ پر سوله یوه غونډه جوړه شوې وه.

په دغه غونده کې د افغان حکومت او سولې عالی شورا استازو برخه نه درلوده او حکومت د غونډې له پای ته رسېدو وروسته و ویل، چې دا یوه علمي او سیاسي غونډه وه او هېڅ ډول اجرائیوي صلاحیت نه لري.

ولسمشر غني تر دې وړاندې هم په ورا وار ویلي، چې ژر خو په تدبیر سوله غواړي، داسې سوله نه چې تېرې تریخې تجربې په کې تکرار او افغانستان د تل پاتې سولې پر ځای یوې بلې جګړې ته ټېل وهي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي