جرمني په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت د یوه بل کال لپاره هم تمدید کړ او وايي ځواکونه به یې د ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې خپل حضور ته دوام ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرمي پارلمان تېره ورځ چهارشنبې د سلواغې ۲۴ مه د دغه هېواد د لومړۍ وزیري په حضور کې دغه پرېکړه وکړه.
په دغه پرېکړه کې ویل شوي، چې جرمني ځواکونه به په افغانستان کې د یوه بل کار لپاره هم پاتې شي او د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته به ادامه ورکړي.
د جرمنې پارلمان نه یوازې په افغانستان کې خپل ماموریت غځولی بلکې دا یې هم ویلي کېدا شي افغانستان ته نور سرتېري هم ولېږي.
دا مهال په افغانستان کې کابو ۱۲ سوه جرمني سرتېري مېشت دي، خو د پارلمان په وینا یې ښايي شمېر یې تر ۱۳ سوه پورې لوړ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل