۰
ولسمشر غني:

نور بهرنی جنګ پر افغانانو د جهاد په نوم نشي تپل کېدی، ژر به د سولې لمر راوخېږي

شنبی ۲۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۵
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نور بهرنی جنګ پر افغانانو د جهاد په نوم نشي تپل کېدی او له طالبانو سره خبرو کې د یوه کال موده کې سیاسي حل ممکن دی.
نور بهرنی جنګ پر افغانانو د جهاد په نوم نشي تپل کېدی، ژر به د سولې لمر راوخېږي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نور بهرنی جنګ پر افغانانو د جهاد په نوم نشي تپل کېدی او له طالبانو سره خبرو کې د یوه کال موده کې سیاسي حل ممکن دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې د پخواني شوروي د سرو لښکرو د وتلو ۳۰ کلیزې په مناسبت خپل پیغام او د جرمني مونیخ کنفرانس په څنډه کې له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

ولسمشر غني ویلي چې افغانان تل پاتې او نه ماتېدونکې سوله غواړي نه داسې سوله، چې لنډمهاله وي ځکه په وینا یې څو ورځې سوله اقلیت محوره ده او د ټولنې اکثریت لکه ځوانان، ښځې او محروم قشر له پامه غورځوي.

نوموړي په خپرو خبرو کې ټینګار کړی، چې افغانان سوله غواړي او له طالبانو سره سیاسي جوړ جاړی د یوه کال په موده کې ممکن دی.

هغه ویلي« افغانان له بل هر چا د سولې په ارزښت ډېر پوهېږي او هغه وخت را نږدې دی چې زموږ د برحقه جهاد ارمانونه پوره شي او د سولې او ثبات لمر را وخېږي.»

په ورته وخت کې ولسمشر غني هغه اندېښنې رد کړې چې ګواکې امریکایان به ځانګړی جوړ جاړی وکړي او ولسمشر ټرمپ به ناڅاپه خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي

د ولسمشر په وینا باید بدبین و نه اوسو، خو باید داسې فکر هم و نه کړو، چې ګواکې هر څه بدل شوي دي.

ولسمشر غني هغه نیوکې هم رد کړې چې د حکومت په مشرۍ د سولې پر خبرو ټینګار سره دی د پرمختګ لاره نیسي او وايي د پرېکړو عملي کولو له وړتیا پرته تل پاتې هوکړه ممکنه نه ده.

ښاغلي غني پرون جمعه له افغانستانه د پخواني شوروي د سرو لښکرو د وتلو ۳۰ کلیزې په مناسبت خپل پیغام کې وویل، د لنډمهالې سولې په ځای تلپاتې سوله راتلونکې ده او له دې وروسته به څوک د دین په نوم بهرنۍ جګړه پر افغانانو ونه تپي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي