۰
د پخواني افغان حکومت ویاند:

پاکستان په لېوني سپي بدل شوی، هر ګاونډی داړي

یکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۲
د پخواني افغان حکومت یو ویاند وايي، د افغان حکومت لپاره ښه فرصت و، چې د پاکستان له خوا په افغانستان کې د کېدونکو خونړیو ځانمرګو بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی وای.
پاکستان په لېوني سپي بدل شوی، هر ګاونډی داړي
د پخواني افغان حکومت یو ویاند وايي، د افغان حکومت لپاره ښه فرصت و، چې د پاکستان له خوا په افغانستان کې د کېدونکو خونړیو ځانمرګو بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی وای.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پخواني افغان حکومت ویاند سیامک هروي دغه څرګندونې پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي دي.

نوموړي ویلي« د ایران په زاهدان کې له خونړي ځانمرګي برید او د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې له ځانمرګي برید وروسته ښه موقع وهو چې افغانستان هم خپل غږ پورته کړی وای، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ټولنو ته یې ویلي واي، چې پاکستان په یوه لېوني سپي بدل شوی او هېڅ ګاونډی یې له لاسه ښه ورځ نه لري.»

هېروي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې په ایران کې له برید وروسته چې د دغه هېواد د سپاه ۲۷ سرتېري په کې و وژل شول ایران پاکستان ته و ویل، چې د جیش العدل وسله والې ډلې پر وړاندې خپل دریځ بدل کړي.

جیش العدل ډله چې د ایران د برید مسوولیت یې پر غاړه واخیست ویل کېږي په پاکستان کې ده او د ایران د ولسي جرګې رییس علي لاریجاني د پاکستان له دولت څخه وغوښتل چې د شوي برید په اړه ځواب ورکړي.

له دغه برید څو ورځې وروسته د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې د هندي ځواکونو پر یوه کاروان هم ځانمرګی برید وشو، چې په کې ۴۱سرتېري و وژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت بیا جیش محمد ډلې پر غاړه واخیست، چې د هندي چارواکو په وینا دغه ډله په پاکستان کې ده او مشر یې هم هلته دی.

هند ګواښ وکړ، چې د دغه برید غچ به هرومرو اخلي او پاکستان به منزوي کوي.

همدغه پېښو ته په اشارې افغان سیاسیون وایي، ښه موقع ده، چې افغان حکومت هم د پاکستان له لاسه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.

د افغان سیاسیون په وینا ټول هغه خونړي ځانمرګي او نور ترهګریز بریدونه چې په افغانستان کې تر سره شوي او یا هم کېږي په پاکستان کې پلان او د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو پر مرسته او ملاتړ تر سره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي