۰
د ولسي جرګې ځینې غړي:

له حکومته د ځینو لوړ پوړو کسانو لرې کول به ستونزې جوړې کړي

پنجشنبه ۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۷
د ولسي جرګې ځینې غړي د حکومت له خوا د ځینو لوړ پوړو حکومتي کسانو لرې کولو او ګمارلو ته په اشارې وايي، دغه کار به ستونزې لا ډېرې کړي.
له حکومته د ځینو لوړ پوړو کسانو لرې کول به ستونزې جوړې کړي
د ولسي جرګې ځینې غړي د حکومت له خوا د ځینو لوړ پوړو حکومتي کسانو لرې کولو او ګمارلو ته په اشارې وايي، دغه کار به ستونزې لا ډېرې کړي.

دوی زیاتوي د حکومت د مشرتابه له خوا د ځینو لوړ پوړو حکومتي چارواکو لرې کول او پر ځای یې د نورو کسانو ګمارل ټاکنیز کمپاین او د ملي ګټو خلاف عمل دی، او دا کار کولی شي هېواد له یوه بل ناورین سره مخ کړي.

باید و ویل شي، چې حکومت په دې وروستیو کې له اجرائیه ریاست او ملي امنیت شورا نیولې بیا تر ځینو وزارتونو او ولایتونو پورې په اداراتو کې ځینې بدلونونه راوستي.

تر ډېره ګمان داسې کېږي، چې حکومت د هغه کسانو په لرې کولو پسې راخیستې، چې په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د دوی د ټیم نه بلکې د نورو ټیمونو غړي دي.

په همدې اساس څو ورځې وړاندې ولسمشرۍ ته نوماند او د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر هم په یوه خبري غونده کې پر همدې کار نیوکه وکړه او ویې ویل، حکومت ۱۲ تنه هغه چارواکي له دندو لرې کړې، چې د سولې او اعتدال له ټاکنیز ټیم سره تړاو لري.

باور دا دی، چې ولسمشر غني د دغه کسانو پر ځای ځینې نور داسې کسان په دندو ګمارلي، چې ده تر نېږدې او یا یې هم د ټیم غړي دي.

که څه هم حکومت وايي، وروستۍ ګمارنې او د چارواکو لرې کول د اصلاحاتو په موخه دي او دا د اساسي قانون د ۶۴ مادې له مخې د ولسمشر واک دی، چې یو کس لرې او پر ځای یې بل وټاکي، خو د ولسي جرګې ځینې غړي دغه کار د ملي ګټو خلاف عمل بولي.

د ولسي جرګې یو تن غړي صالح محمد سلجوقي جمهور خبري آژانس ته و ویل، وروستۍ ګمارنې د اصلاحاتو په موخه نه بلکې، یو ټول ټاکنیز کمپاین دی او د ټاکنو په موخه شوې دي.

د هغه په وینا حاکم ټیم په دغه ډول ګمارنو هڅه کوي، راتلونکې ولسمشریزه ټاکنې سر له اوسه مهندسي کړي، خو په خبره یې دغه کار به د ولس احساسات راوپاروي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې حکومت باید په دې برخه کې متحاط اوسي او پر راتلونکو ټاکنو د خلکو باور له منځه یونسي او نه هم یو بل بحران ته لار هواره کړي.

د ولسي جرګې یو بل غړي علي اکبر قاسمي هم جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې له وروستیو ګمارنو او لرې کولو د ولسمشر موخه یوازې ټاکنیزه ده او هغه کسان یې په دندو ګمارلي، چې د ده مهرې دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې که په دولت ادارو کې د څوکیو ادلون بدلون په دې ډول دوام وکړي، نو راتلونکې ولسمشریزه ټاکنې به هم د ۲۰۱۴ کال د ولسشمرۍ ټاکنو په شان شي.

جمهورخبري آژانس:وحیدفرزان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي