په داسې حال کې، چې د هند او پاکستان تر منځ وروستیو کې کړکېچ زیات شوی او یو پر بل یې د برید ګواښونه کړي، د پاکستان پوخ ته د تیارسي امر شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستانی وايي، د پاکستان دولت پوځ ته امر کړي، چې د هند د هر ډول برید پر وړاندې ځواب ته چمتو و اوسي.
دغه رسنۍ زیاتوي، په همدې اړه د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت یوه ناسته درلوده او په کې پوځ ته و ویل شولو چې د هند د هر ډول برید پر وړاندې بیدار وي.
باید و ویل شي، چې د هند او پاکستان تر منځ ناندرۍ هغه مهال زیاتې شوې، چې دوه اوونۍ وړاندې په هندي کشمیر کې پر هندي ځواکونو خونړی ځانمرګی برید وشو.
د دغه برید مسوولیت جیش محمد وسله والې ډلې پر غاړه واخیست او هند یې پړه پر پاکستان واچوله ځکه د دوی په وینا دغه ډله په پاکستان کې ده او د دې هېواد پوځ او استخبارات یې ملاتړ کوي.
تر برید وروسته د هند لومړي وزیر له پاکستانه د غچ اخستو ګواښ وکړ او ویې ویل، چې نور د ترهګرو د ملاتړ پر وړاندې باید عملي ګامونه پورته شي.
هند پوځ د نریندرا مودي تر خبرو وروسته د پاکستان پولې ته څېرمه لوی پوځ مانورې هم پیل کړې.
پاکستان په دغه برید کې خپل هر ډول لاس لرل رد کړل او لومړي وزیر عمران خان و ویل، که هند پر پاکستان برید وکړي، سمدستي به ځواب ورکړي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غفور هم پرون په راولپېنډۍ کې خبریالانو ته ویلي، که هند برید وکړي سخت ځواب به ورکړي.
ده ټینګار کړی، چې د برید په صورت کې به پاکستان له خپلو ټولو شته امکاناتو کار واخلي او په قاطعیت سره به هر ډول برید ته ځواب ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل