پولیس په کندوز ولایت کې ۷ تنه د قتل او سړي تښتونې په تور نیولي او له هغوی یې یو ۱۳ کلن هلک ژغورلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت وايي، دغه ۱۳ کلن هلک سړي تښتوونکو له کابل څخه تښتولي، چې پرون شنبې د کب ۴ مه د کندز – شېرخان بندر پر لاره د سړي تښتوونکو له منګلو وژغول شو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه هلک د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، چې سړي تښتونکو له کابل څخه تښتولی او تر خوشي کېدو وروسته یې کورنۍ ته وسپارل شو.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د پېښې په تړاو درې تنه هم نیول شوي، چې دا مهال ترې پلټنې روانې دي.
په ورته وخت کې کورنیو چارو وزارت وايي، د کندوز د امنیه قوماندانۍ بولیسو څلور تنه د قتل په تور نیولي دي.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په کندوز ښار کې یو هټۍ وال وژلی و، چې پرون د پولیسو له خوا ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ د کندوز پولیسو په تېرو څو عملیاتو کې نېږدې ۴۰۰ تنه د جنايي جرمونو او ترهګرو اعمالو په ترسره کولو نیولي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل