۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:

پر پاکستان د هند حمله به پر افغان سوله منفي اغېز وکړي

چهارشنبه ۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۱
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هند له خوا پر پاکستان کې د ترهګرو پر یوه مرکز تر برید وروسته خپل امریکايي سیال ته تلېفون کړی دی.
پر پاکستان د هند حمله به پر افغان سوله منفي اغېز وکړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هند له خوا پر پاکستان کې د ترهګرو پر یوه مرکز تر برید وروسته خپل امریکايي سیال ته تلېفون کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر مخې قریشي په دغه خبرو کې پمپیو ته ویلي، چې پر پاکستان د هند برید به د افغان سولې په پروسه منفي اغېز وکړي.

نوموړي له پامپیو سره د خپلو خبرو جزیات پر ټوټېر پاڼه خپاره کړي او هند ته یې ویلي، چې پاکستان په سیمه کې د سولې او ثبات رامنځ ته کېدو ته ژمن دی او د هند له پرلپسې ګواښ سربېءه یې په دې برخه کې خپل رول لوبولی دی.

هغه زیاته کړې«زه د هند دغه برید په کلکو ټکو غندم، او دا برید کولی شي د افغان سولې هڅې له خنډ سره مخ کړي، د امریکا له متحده ایالاتو غواړم چې په دې برخه کې خپل رول ولوبوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې قریشي پرون په یوه خبري غونده کې هم و ویل، چې د هند د برید په اړه یې، د سعودي، متحده عربي اماراتو، ترکیې او برېتانیا له چارواکو سره خبرې کړې دي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصراالله او د پوځ ویاند جنرال غفور هم ویلي و که هند پر پاکستان برید وکړي دغه اقدام به افغان سوله هم اغېزمنه کړي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني چارواکو دغه څرګندونې بې منطقه وبللې او ویې ویل، چې پاکستان نه باید له هند سره خپله جګړه په افغانستان پورې وتړي.

پاکستاني چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ د هند هوايي ځواک د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر دریو ځایونو بمبار وکړ.

هندي چارواکي وايي، دوی په دغه بریدونو کې د جیش محمد وسله والې ډلې چې په هند کې یې د وروستي خونړي ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی و، یو ستر مرکز له منځه وړی دی.

هند چارواکي وايي، په کشمیر کې پر هندي ځواکونو تر برید وروسته چې ۴۴ هندي سرتېري په کې و وژل شول او تر دې زیات نور ټپیان شول، په وار وار له پاکستان سره د جیش محمد په اړه استخباراتي معلومات شریک کړل، خو اسلام آباد یې پر وړاندې غبرګون ونه وښود.

د هندي چارواکو په وینا د پاکستان له نه پاملرنې وروسته هندي ځواکونه دې ته اړ شول، چې خپله د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي