۰
هند:

پاکستان دروغ وايي، یوه الوتکه د دوی او یوه زموږ نسکوره شوې

چهارشنبه ۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۱
هندي چارواکو د پاکستان هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ګڼې دوه هندي الوتکې یې ویشتلې او دوه پیلوټان یې نیولي دي.
پاکستان دروغ وايي، یوه الوتکه د دوی او یوه زموږ نسکوره شوې
هندي چارواکو د پاکستان هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ګڼې دوه هندي الوتکې یې ویشتلې او دوه پیلوټان یې نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستان ویل چې نن سهار دوه هندي الوتکې د دوی خاورې ته اوښتې وې، چې دواړه د پوځ له خوا ویشتل شوې او دوه پیلوټان یې نیولي شوي.

پاکستان د یوه کس چې د دوی په وینا هندي پیلوټ دی ویډویو هم خپره کړې، چې هغه ځان هندي پیلوټ ښيي.

خو د پاکستان له دغه ادعا وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت او د هوايي ځواک قوماندان په یوه ګډه خبري ناسته کې د پاکستان دغه ادعا رد کړه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راوېش کمار و ویل، چې درې پاکستاني الوتکې د هند خاورې ته ننوتې وې، چې د هندي ځواکونو له خوا یوه نسکوره او دوه یې په تېښته بریالۍ شوې.

د کمار په وینا د دغه پاکستان الوتکو په څار پسې یوه هندي الوتکه وه، چې وررسېدلې هم خو ویشتل شوې او د پاکستان په خاوره کې لوېدلې ده.

دی وايي، د هند میګ ۲۱ الوتکه د پاکستان له خوا ویشتل شوې خو پيلوټ یې وژل شوی او ورک دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي