۰

هند خپل پوځ ته د پاکستان پر وړاندې د هر ډول اقدام اجازه ورکړې

پنجشنبه ۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۹
هندي رسنۍ وايي، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، تر یوې بېړنۍ غونډې وروسته پوځ ته د پاکستان پر وړاندې د هر ډول اقدام اجازه ورکړې ده.
هند خپل پوځ ته د پاکستان پر وړاندې د هر ډول اقدام اجازه ورکړې
هندي رسنۍ وايي، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، تر یوې بېړنۍ غونډې وروسته پوځ ته د پاکستان پر وړاندې د هر ډول اقدام اجازه ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هند او پاکستان پرون چهارشنبې د کب ۹ مه د یو بل پر خاوره د تېري او د الوتکو د نسکورولو ادعا وکړه.

پاکستان و ویل، چې دوی د هند دوه الوتکې رانسکورې کړې او یو پیلوټ یې ژوندی نیولی، خو هند وايي، د دوی یوه الوتکه غورځېدلې او د پاکستان یې هم یوه ویشتلې او غورځولې ده.

د دغه تاوتریخوالي تر زیاتېدو وروسته هندي رسنۍ وايي، لومړي وزیر ښاغلي مودي یوه بېړنې غونډه کړې او پرېکړه یې کړې، چې هندي ځواکونه د پاکستان پر وړاندې د هر ډول اقدام اجازه لري.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د مودي په مشرۍ د هند ملي امنیت کمېټې پرېکړه کړې، چې هېڅ ډول فشار ته به غاړه نه ږدي.

راپورونه وايي، مودي د هند هوایي او ځمکني ځواکونو ته ویلي چې هغوي چې هر ډول اقدامات اړ ګڼي، و دې یې کړي.

هند وایي به پاکستان ته په مناسب وخت مناسب ځواب ورکړي.

باید و ویل شي، چې د پاکستان له خوا د هندي پیلوټ د نیولو ویډو په هند کې خورا سخت غبرګونونه پارولي نو ځکه هند وایي به پاکستان ته په مناسب وخت مناسب ځواب ورکړي.

هند دا پرېکړه پر داسې مهال کوي، چې پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون ملت ته په وینا کې ویلي، چې که هند کولی شي د دوی پر خاوره تیری وکړي نو دوی هم د ورته عمل حق لري.

عمران خان ټینګار کړي، چې دوی تیری نه بلکې یوازې یې پر هغه برید غبرګون ښودلی چې هند د دوی په خاوره کې کړی وو. د هغه په وینا دا اړینه وه چې د خپل ځان دفاع لپاره یې غبرګون ښودلی وای او که هند بیا هم د سیمه ییز امنیت ګډوډولو هڅه وکړي دوی به یې پر وړاندې ورته عمل وکړي.

که څه هم عمران خان د هر ډول برید د ځواب خبره کړې خو په ورته وخت کې یې ویلي هند او پاکستان باید له عقله کار واخلي، ځکه په وینا یې که کړکېچ زیات شي، نو کنټرول یې بیا نه عمران خان کولی شي نه مودي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي