د افغانستان او پاکستان د چارو شنوونکې شمیله چوهدري ویلي پاکستان د افغانستان په اړه خپل تګلاره نه ده بدله کړې، لا هم غواړي افغانستان کې پر طالبانو خپلې ګټې خوندي وساتي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې دغه څرګندونې د امریکا په څېړنیز کې په یوه بحث کې کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستان امنیتي ادارې د افغانستان لپاره خپله تګلاره نده بدله کړې.
نوموړي ویلي د پاکستان د امنیتي ادارو مشران د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو په وتلو خوښ دي او هڅه کوي، چې په دغه هېواد کې د طالبانو پر مټ خپلې ګټې خوندي کړي.
د هغې په وینا پاکستان نه غواړي، چې د هرې خوا نه د هند په محاصره کې وي نو ځکه په افغانستان کې داسې یو حکومت غواړي، چې د هند په پرتله د پاکستان ګټې پورته وګڼي.
مېرمن چوهدري دا هم ویلي، که د سولې د خبرو نتیجه دا شي چې لږ شمیر امریکایي عسکر په افغانستان کې د تروریزم ضد مبارزې لپاره پاتې شي، د کامیابې مبارزې لپاره باید چې د افغانستان حکومت د امریکایي ځواکونو سره همکاري وکړي او طالبان ښایي دا کار ونه کړي.
دویمه دا چې د امریکا کانګریس به څنګه یو داسې حکومت ته مالي مرستې ورکړي چې په جوړښت کې یې "دښمن" برخه ولري.
شمیله چوهدري وایي د پاکستاني طالبانو په خلاف د امریکایي ځواکونو مبارزه به هم ستونزمنه شي ځکه چې طالبان د دې ډلې سره خواخوږي لري او ښایي د امریکایي ځواکونو لپاره به خنډونه پیدا کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل