۰
واشنګټن ایکزماینر:

د امریکا او طالبانو خبرې مثبت لور ته روانې دي خو امریکا باید ۱۸ کلنې قربانۍ هېرې نه کړي

شنبی ۱۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۰
واشنټګت ایکزماینر نشریې په یوه مطلب کې لیکلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې مثبت لور ته روانې دي او پایلې ته رسېدل نږدې شوي دي.
د امریکا او طالبانو خبرې مثبت لور ته روانې دي خو امریکا باید ۱۸ کلنې قربانۍ هېرې نه کړي
واشنټګت ایکزماینر نشریې په یوه مطلب کې لیکلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې مثبت لور ته روانې دي او پایلې ته رسېدل نږدې شوي دي.

خو به وینا یې امریکا نه باید د تېرو ۱۸ کلونو قربانۍ او ارمانونو ته شاه کړي او له طالبانو سره داسې هوکړه وکړي، چې دغه جګړه او میلیاردونه ډالر په هېڅ شمار شي.

دغه نشریه زیاتوي، په افغان جګړه کې برخه اخیستونکو سرتېرو، د جګړې افغان قربانیانو او مرستندویه هېوادونو دا هیله لرلې چې په افغانستان کې یو قوي او د ټولو په خوښه حکومت جوړ شي او دغه هېواد ورځ تر بلې د پرمختګ پر لور ګامونه واخلي.

نشریې ته پخوانیو بریتانوي پوځیانو چې په هلمند کې یې ماموریت ترسره کړی دی، ویلي د سیاستوالو لوبو د سلګونه انسانانو ژوند واخیست خو اوس یو ډول دوه مخی چلند کوي او ټول په یوه مېز سره را ټول شوي دي.

دغه پوځیان سوله د ټولو په خیر بولي خو په خبره یې سوله په دې مانا نه چې موخې او ارمانونه هېر کړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې امریکا او طالبان نن شنبې د کب ۱۱ مه بیا د قطر پلازمېنه دوحه کې سره جرګه او پر افغان سوله خبرې وکړي.

ویل کېږي د تېرې چهارشنبې په ورځ خبرو کې دواړه لوري توافق ته نېږدي شوي، خو دا چې امریکا له طالبانو د اوربند او افغان حکومت سره د خبرو غوښتنه کړې طالبانو یې په ځواب کې ویلي دوی به یو ځل په دې اړه له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي، نو ځکه خبرې هم دوه ورځې ځڼدول شوې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي