۰

کندهار او هلمند کې سېلابونو ۱۵ تنه وژلي دي

شنبی ۱۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۷
سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، کندهار او هلمند ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله ۱۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
کندهار او هلمند کې سېلابونو ۱۵ تنه وژلي دي
سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، کندهار او هلمند ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله ۱۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له تېرو دوه ورځو راهیسې د یو شمېر نورو ولایتونو په ګډون په کندهار او هلمند کې سخت ورښوتونه شوي او په ځینو سیمو کې سېلابونه هم راوتلي، چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیان اړولی دی.

دغه سېلابونو نه یوازې خلکو ته ځاني او مالي زیان اړولی بلکې د کابل – کندهار او ځینې نورې لویې لارې یې هم د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس عبدالقیوم پخلا وايي، په کندهار کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی، چې جسدونه یې د عامې روغتیا ریاست ته لېږدول شوي دي.

بل خوا د هلمند سیمه ییز چارواکي هم وايي، په دغه ولایت کې د سېلابونو د دوه ماشومانو په ګډون د پنځو تنو ژوندی اخیستی دی.

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې خو افغان ځواکونو هغه ۸ کورنۍ ژوغورلې، چې د اوبو په منځ کې بند پاتې و او ژوند یې له ګواښ سره مخ و.

ویل کېږي د کابل – کندهار پر لویه لار د زابل په شاجوی کې هم لار بنده ده او تر ۲۰۰ پورې مسافر بند پاتي دي، خو د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ځانګړې قطعې او د زابل امنیه قوماندانۍ ته دنده سپارلې، چې ژر تر ژره لاس په کار او د ژغورنې عملیات پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي