۰

قطر هڅه کوي له روسیې اېس ۴۰۰ دفاعي سیستم واخلي

سی شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۹
قطر وايي د وسلو پېر د هېر هېواد مسلم حق دی او دوی هڅه کوي، چې له روسیې څخه راکټي دفاع اېس ۴۰۰ سیستم وپېري.
قطر هڅه کوي له روسیې اېس ۴۰۰ دفاعي سیستم واخلي
قطر وايي د وسلو پېر د هېر هېواد مسلم حق دی او دوی هڅه کوي، چې له روسیې څخه راکټي دفاع اېس ۴۰۰ سیستم وپېري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطري چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې پرون دوشنبې د کب ۱۳ مه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف قطر ته رسېدلی دی.

هغه له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن الثاني سره تر کتنې وروسته ویلي، چې دواړو لورو پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

خو دا چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني ویلي، دوی له روسیې د اېس ۴۰۰ سیستم د پېر موضوع څېړي، ښکاري، چې دواړو لورو د نورو خبرو تر څنګ د وسلو په پلور او پېر هم خبرې کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د دوی د حکومت یوه تخنیکي کمټه له روسیې د اېس ۴۰۰ سیستم په دې خاطر ارزوي، چې دغه سیستم تر کومه حده د قطر له غوښتنو سره سم دی.

نوموړي له روسیې د اېس ۴۰۰ سیستم د پېر په اړه د سعودي عربستان غبرګون ته په اشارې ویلي، چې د وسلو پېر د هر هېواد مسلم حق دی او بل هېڅوګ به کې د دخالت حق نه لري.

که څه هم د اېس ۴۰۰ سیستم پر سر د قطر او روسیې تر منځ تر اوسه کومه هوکړه نه ده شوې، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ویلي، چې مسکو چمتو دی، چې پر دوحه د وسلو د پلور موضوع وڅېړي.

باید و ویل شي، چې وړاندې تر دې په فبرورۍ میاشت کې هم د قطر او روسیې تر منځ د وسلو او په ځانګړې ډول د اېس ۴۰۰ سیستم د پېر او پلور په اړه خبرې شوې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي