۰

قندزو کې سقوط شوې پوستې بېرته افغان ځواکونو نیولې

سی شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۸
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، قندوز ولایت کې سقوط شوې پوستې بېرته افغان ځواکونو نیولې او په جګړه کې یې ۱۸ طالبان وژلي دي.
قندزو کې سقوط شوې پوستې بېرته افغان ځواکونو نیولې
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، قندوز ولایت کې سقوط شوې پوستې بېرته افغان ځواکونو نیولې او په جګړه کې یې ۱۸ طالبان وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن سه شبنې د کب ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وسله والو طالبانو پرون د قندوز امام صاحب ولسوالۍ کې پر ځینو پوستو ډلیز بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

سرچینه وايي، د طالبانو په بریدونو کې یو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځينې پوستې یې نیولې خو د کره شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، جګړې ۱۰ ساعته دوام درلود، چې د تازه دمه ځواکونو په رسېدو سره سقوط شوې پوستې بېرته افغان ځواکونو ونیولې.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، په دغه جګړه کې د ملا عتیق الله په ګډون درې طالب قوماندانان له خپلو ۱۸ ملګرو سره وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:قندوز
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي