۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

د سیمه ییزه لوبغاړو موجودیت له طالبانو سره روان مذاکرات پېچلي کړي، خپله قطر ته ځم

چهارشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي په پام کې لري، چې له طالبانو سره د خبرو د بهیر د لا پرمختګ په موخه خپله قطر ته ولاړ شي.
د سیمه ییزه لوبغاړو موجودیت له طالبانو سره روان مذاکرات پېچلي کړي، خپله قطر ته ځم
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي په پام کې لري، چې له طالبانو سره د خبرو د بهیر د لا پرمختګ په موخه خپله قطر ته ولاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي چې پرون د مارچ پنځمه د امریکا ایوا ایالت کې د امریکايي زده کوونکو یوې غونډې ته خبرې کولې و ویل، چې د سیمه ییزه لوبغاړو موجودیت له وسله والو طالبانو سره د سولې روان مذاکرات پېچلي کړي دي.
 
نوموړي زیاته کړې، تمه لري، چې د خلیلزاد په مشرۍ له طالبانو سره خبرې پرمختګ وکړي، خو په وینا یې له طالبانو سره وروستی تړون بېلا بېل اړخونه لري او یو پېچلی بهیر دی.

د هغه په وینا دا ډېره مهمه ده چې له طالبانو سره تړون د کاغذ پر مخ پاتې نشي او یا دې غونډه جوړه کړو او بری دې ولمانځو چې بیا له منځه ولاړ شي. بلکې د ټولو اړخونو د بېلابېلو ګټو پر تفاهم ولاړ تړون دې وي چې وپايي.
 
هغه ویلي«زه کولی شم چې په را روانو دوو اونیو کې هلته ( قطر) ولاړم شم او د دغه بهیر د لا پرمختګ په اړه شخصآ مرسته وکړم.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، دوی له جنګه خلاص او داسې افغانستان غواړي، چې امریکا ترې کوم ګواښ پېښ نه شي، او د ټولو اساسي ګټې په کې خوندي وي، خو په وینا یې د پاکستان په ګډون د هند، چین او روسیې موجودیت له طالبانو سره روان مذاکرات ډېر پیچلي کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرې شنبې راهیسې په قطر کې د امریکايي او طالب پلاو تر منځ پر افغان سوله خبرې روانې دي.

تر اوسه په دې خبرو کې پر کوم څه موافقه نه ده شوې، خو دواړو لورو ویلي، چې خبرې ښې وې او پرمختګ په کې شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي