د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي له طالبانو سره خبرې روانې دي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د افغان سولې په اړه یې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره هم دوحه کې هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
خلیلزاد زیاته کړې، چې د افغانستان سوله د ټولو هېوادونو په ګټه ده او دا نېک ګام دی، چې د سیمې هېوادونه او د افغانستان ګاونډیان له دغه پروسې هرکلی او ملاتړ وکړي.
په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې د تېرې فبرورۍ میاشتې له ۲۵ مې نېټې پیل شوې، چې تر دوه ورځني ځنډ وروسته تر اوسه پورې دوام لري.
باید و ویل شي، چې عبدالعزیز کاملوف څو ورځې وړاندې قطر ته تللی او هلته یې د طالبانو د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برارد سره هم لیدلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل