۰
دفاع وزارت:

په شپږو ولایتونو کې ۱۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي

یکشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۱
ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په شپږو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۱۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
په شپږو ولایتونو کې ۱۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په شپږو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۱۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاتوي، یاد عملیات، په میدان وردګو، غزني، اروزګان، فراه، بادغیس او ننګرهار ولایتونو کې تر سره شوي دي.

خبرپاڼه وايي، د میدان وردګو په سیدآباد او جغتو کې د عملیات پر مهال ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي، درې تنه ټپیان، پنځه موټر سایکلونه او یو له چاودېدونکو توکو ډک موټر له منځه وړل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د غزني په مقر، ناوې او قرباغ کې بیا د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي، یو تن ټپي، دوه تنه نیول شوي یو عراد موټر او ۱۰ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.

د دفاع وزارت په وینا اروزګان کې بیا د عملیاتو پر مهال ۲۳ وسله وال وژل شوي او ۷ پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي د فراه په انار دره او پشت رود ولسوالیو کې ۸ وسله وال وژل شوي، درې تنه ټپیان، درې پټنځایونه، یو موټرسایکل او پنځه فیره د بي اېم یک مرمۍ یې له منځه وړل شوې دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال وژل شوي، دوه پټنځایونه او یوه اندازه مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال دفاع وزارت د ۹ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي