ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په شپږو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۱۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاتوي، یاد عملیات، په میدان وردګو، غزني، اروزګان، فراه، بادغیس او ننګرهار ولایتونو کې تر سره شوي دي.
خبرپاڼه وايي، د میدان وردګو په سیدآباد او جغتو کې د عملیات پر مهال ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي، درې تنه ټپیان، پنځه موټر سایکلونه او یو له چاودېدونکو توکو ډک موټر له منځه وړل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې د غزني په مقر، ناوې او قرباغ کې بیا د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي، یو تن ټپي، دوه تنه نیول شوي یو عراد موټر او ۱۰ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.
د دفاع وزارت په وینا اروزګان کې بیا د عملیاتو پر مهال ۲۳ وسله وال وژل شوي او ۷ پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.
په خبرپانه کې ویل شوي د فراه په انار دره او پشت رود ولسوالیو کې ۸ وسله وال وژل شوي، درې تنه ټپیان، درې پټنځایونه، یو موټرسایکل او پنځه فیره د بي اېم یک مرمۍ یې له منځه وړل شوې دي.
دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال وژل شوي، دوه پټنځایونه او یوه اندازه مهمات یې له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال دفاع وزارت د ۹ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل