۰

ولسمشر غني اذربایجان ته تللی دی

پنجشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړي پلاوي سره د باکو په نړیواله مجمع کې د ګډون په موخه اذربایجان ته تللی دی.
ولسمشر غني اذربایجان ته تللی دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړي پلاوي سره د باکو په نړیواله مجمع کې د ګډون په موخه اذربایجان ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلی غني او ورسره پلاوی پرون چهارشنبې د کب ۲۲ مه مازیګر مهال اذربایجان ته روان شو.

ښاغلی غني به د باکو په نړیواله مجمع کې د خپلو څرګندونو تر څنګ، په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د هغه هېواد له چارواکو سره هم خبرې وکړي.

د ارګ خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر به په دغه غونډه کې د ګډون تر څنګ د اذربایجان له ولسمشر الهام علي اوف سره هم وګوري او د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا او د سیمې پر مسایلو هم بحث او خبرې وکړي.

سرچینه وايي، د دې سفر په ترڅ کې به د دواړو مشرانو په حضور کې د افغانستان او اذربایجان تر منځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې یوه موافقتنامه، د کلتور او اورګاډي پټلۍ په برخو کې تفاهم لیکونه لاسلیک شي.

په پام کې ده چې باکو نړیواله مجمع کې د ګډون او وینا تر څنګ ولسمشرغني ته نظامي ګنجوي بین المللي جایزه هم ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي