۰

اشرف غني؛ له خپل تاریخ څخه بې‌خبره متفکر

شنبی ۲۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۹
د افغان ولس پر ویاړونو او تاریخ انتقاد کول د بې‌فکرۍ ستره نښه ده. دا یوه ستره تاریخي جفا ده چې د افغانستان بنسټ‌اېښودونکي حاکمیت او انتخاب دې تر پوښتنې لاندې راوستل شي چې ولس په خپله خوښه ټاکلی او بیا يې ملاتړ کړی دی.
د افغان ولس پر ویاړونو او تاریخ انتقاد کول د بې‌فکرۍ ستره نښه ده. دا یوه ستره تاریخي جفا ده چې د افغانستان بنسټ‌اېښودونکي حاکمیت او انتخاب دې تر پوښتنې لاندې راوستل شي چې ولس په خپله خوښه ټاکلی او بیا يې ملاتړ کړی دی. 

شیر سرخ، صابر ملنګ او د غنمو وږي درې سره تړلي هغه نومونه او مفاهیم دي چې د افغاني دود د پر ځای کولو ترڅنګ يې افغاني پرتم پر ځای کړ.۱۷۴۷میلادي کال یادوو؛ هغه کال چې افغاني امپراتوري په کې جوړه شوه او دا پاشلی وطن یو ځل بیا د قبیلوي حاکمیتونو له منګولو وژغورل شو او د یو موټي افغانستان بنسټ کېښودل شو. په همدغه کال کې چې افغان حاکمان سره نه‌جوړېدل او د قدرت واګي يې د یو بل له وېرې پر یو بل نه‌لورول او ولس هم داسې څوک غوښت چې ظالم او جبار نه‌ وي او د قومونو ترمنځ یووالی وساتي او د مشرۍ صلابت ولري.

خلک چې د دې پرېکړې لپاره په شېر سرخ زیارت کې سره جرګه شوي وو، تر ډېر غور او فکر وروسته په یوه سلا احمدخان(احمدشاه بابا) غوره کړ او صابر ملنګ هدیرې ته نژدې له کروندې څخه یې د غنمو څو وږی پرې او د دغه نوي ټاکل شوي زلمي پاچا په پګړۍ یې د «خول» په توګه وټومبل. دا هغه کال و چې افغانستان د لومړي ځل لپاره پاچا وټاکه او د هېواد  چارو د سمبالولو له‌پاره یې لومړنی ټولنیز دولت جوړ کړ. داسې دولت راجوړ شو چې په لرې او نږدې وطنونو کې یې د امپراتوريو سترګې وبرېښولې او چا جرئت نه‌کاوه چې دې وطن او ولس ته کاږه وګوري.

احمدشاه بابا هغه څوک و چې د خپل تدبیر او ولس په خوښه واک ته ورسېد، چې نه په کې د چا وینه توی شوه او نه چاته په کې کوم عادي زیان واوښت. د داسې اسطورو قدر په کار دی او باید په ډېر درناوي يې نوم یاد شي او د یو واحد او سرلوړي او یو موټي افغانستان د ودانولو او باثباته ساتلو له‌پاره د هغه په پلونو تګ وشي، نه دا چې څوک دې خپل ځان او خپل واک ورسره پرتله کړي. هر هغه څوک چې د افغانستان پر دغه وياړ سترګې پټوي، معنا به يې دا وي چې اصلاً پر هېڅ ویاړ باورمن نه ‌دی او هېڅ فکري تمرکز نه ‌لري.

د ډېرې خواشینۍ ځای دی چې نن و سبا د داسې اشخاصو له خولې ځینې ناخوښه څرګندونې اورېدل کېږي چې ځانونه ورته عالمان او هوښیاران ښکاري. زموږ علم او هوښیاري دا نه ‌ده چې برناحقه د ځان ستایلو په احساساتو کې د نورو او په تېره بیا د خپلو اسلافو غندنه او یا سپکاوی وکړو. زموږ علم او هوښیاري باید دا وي چې د احمشاه بابا په څېر د یو با عزمه او غیرتي افغان درناوی وکړو؛ د داسې یوه افغان درناوی چې په نړۍ کې يې زموږ هویت د خوندي کولو له‌پاره قربانۍ ورکړې دي.

داسې يو مشر چې له کابل تر پېښوره، او له کندهار تر هراته، او له خراسان راواخله تر بدخشانه پورې يې ملي یووالی ټینګ کړ. هغه پاچا چې په واکمنۍ کې یې هر قوم او د ولس هر غړی که هغه مسلمان و او که سک، او که هغه هندو وو او یا د کوم بل دین او مذهب لاروی، ټولو ګډ او له مینې ډک ژوند درلود. هغه ټولواک چې د کابل ښار بیارغونې له‌پاره يې هلې ځلې وکړې او د خلم ښار بنسټ یې کېښود او سوداګریزو چارو ته یې پاملرنه وکړه او ډپلوماتیکې اړیکې یې پاللې او خپل استازي به یې بېلابېلو هېوادونو ته لېږل او د هغوی سفیران به یې په خپل حضور کې منل. 

سړی نه ‌پوهېږي چې اوسنی جمهور رئیس (اشرف غني) ډېر احساساتي دی او که رښتيا هم د خپل وطن اسلافو لکه ستر باتدبیره احمدشاه بابا پر ویاړونو بې‌باوره دی. د داسې یو ستر انسان او افغان پر ویاړونو چې نن هم د نړۍ او سیمې په کچه د هغه تدبیر او مدیریت په ښه نوم یادېږي. د دې وطن د بریادیو یو اصلي علت دا دی چې موږ تل هر څه له خپلو ځان‌غوښتنو او احساساتو قربان کړي او ولس مو د نابودۍ کندې ته ټیل وهلی دی. موږ هرې مسئلې ته د احساساتو له عینکو کتلي او هغه څه مو ویلي چې له کبله يې موږ خپل تېر برمونه له خاورو سره خاورې کړي دي.

که چېرې عادي خلک د کومې سهوې مرتکب شي؛ نو له هوښيارو او متفکرینو څخه تمه کېږي چې هغه راسمې کړي، خو که چېرته د فکر خلک لويې خطاوې وکړې، بیا د نه ‌بښلو وړ دي. د فکر خلک که چېرې خطا خبرې کوي؛ نو په دې معنا ده چې د ولس د تېر ایستلو او ساده انګېرلو سوچ ورسره دی.

ایا یو جمهور رئیس ته لازمه ده چې ځان تر احمدشاه بابا غوره وګڼي او و وايي چې له احمدشاه بابا راهیسې تر کرزي پورې ټولې واکمنۍ په زور او جبر راغلې دي او یوازی دی(اشرف غني) هغه څوک دی چې د ولس په خوښه راغلی دی. د جمهور رئیس غني په خبرو کې ډېر جالب ټکی دا دی چې نوموړی وايي، اول وار دی چې زه د ولس په ارادې واک ته راغلی یم او تر ټولو جالبه يې لا دا ده چې ولس ساده انګېري او ورته وايي چې تاسو ما سره امریکايي باډیګارد لیدلی دی؟

دی(اشرف غني) ولس دومره ساده ګڼي چې وايي په رایه يې دا واک ترلاسه کړی دی. ولس اوس په ډېرو لویو مسئلو فکر کوي او پر دې لوېدلو مسئلو اصلاً خپل وخت نه ‌ضایع کوي.

جمهور رئیس غني ادعا کوي چې د نړۍ دویم متفکر دی. د فکر خاوندان خو هغه وي چې له هر لحاظه د خپل تېر او پرون هر څه ورته معلوم وي او هر څه چې وايي د همدغه فکر په رڼا کې يې وايي، نه د احساساتو او د ولس ساده انګېرلو پر بنسټ. فقط اشرف غني دی چې له خپل تېر څخه ناخبره دی؛ ولس ته خپل پرون هم معلوم دی او نن هم معلوم دی. ولس ته که د تاریخ نورې دورې یو څه یادې وي او که نه، تېر څلوېښت کلونه، څېرې، واکونه او د تېرو اووه لسو کلونو تاریخ ښه معلوم دی.

سید میلاد ژمن
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي