۰
ولسمشر غني:

طالب زندانیان خوشي کوم، ابهامات ډېر دي خو په قوت سره سوله نتیجې ته رسوم

یکشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، مشورتي لویې جرګې په خپلو پرېکړو سره د سولې پر وړاندې ټول پراته خنډونه لرې کړل او ډېر ژر به له طالبانو سره بین الافغاني خبرې پیل شي.
طالب زندانیان خوشي کوم، ابهامات ډېر دي خو په قوت سره سوله نتیجې ته رسوم
 افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، مشورتي لویې جرګې په خپلو پرېکړو سره د سولې پر وړاندې ټول پراته خنډونه لرې کړل او ډېر ژر به له طالبانو سره بین الافغاني خبرې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې نن یکشنبې د زمري ۱۹ مه یې د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون او نه خلاصون په اړه د مشورتي لویې جرګې په ورستۍ ورځ وینا کوله د جرګې څخه مننه وکړه، چې په دې برخه کې یې حکومت ته لار وښوده.

ښاغلي غني  زیاته کړه، چې د لویې مشورتي جرګې له نظریاتو او پرېکړې سره سم به د ټولو ۴۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون فرمان لاسلیک کړي او هغوی به خوشي کړي.

هغه و ویلو چې د حکومت تګلاره او اراده د سولې ده، او غواړي، چې په افغانستان کې دا ۴۰ کلنه او په ځانګړې توګه ۲۰ کلن ناورین نور ختم شي.
د هغه په وینا که چېرې ملت، دولت، مشران او سیاسیون سره یو موټی شي، هېڅوک او هېڅ قدرت نه شي کولي، چې د افغانانو د ارمانونو او هیلو او اهدافو مخه ونیسي.

نوموړي و ویل، که څه هم د سولې لار کږلچېونه او خنډونه لري او ځینې لاسونه کار کوي، چې افغانان نتیجې ته ونه رسیږي، خو په وینا یې دوی په ټول قوت سولې ته د رسېدو لپاره قوي اراده لري.

هغه و ویل« ګرانو هېوادوالو دې که شک نشته چې وضعیت مبهم او ګونګ دی او ځینې لاسونه کار کوي، چې افغانان نتیجې ته ونه رسېږي او ځان سره راټول نه کړي، خو په دې کې هم شک مه لري، چې نظام ملي اراده او قوت شته، موږ د چاودلو او شړېدو په خطر کې نه یو، موږ کولی شو، سوله نتیجې ته ورسوو، انشاالله د ملت غېږ پراخه ده، چې طالب په کې ځای شي.»

ولسشمر د جرګې غړو ته په خطاب کې و ویل، چې طالبان تر ټولو تاسې ښه پېژنۍ او دا چې تاسو دغه پرېکړې کړې نو په دې باوري یۍ چې طالبان هم سوله غواړي او سوله کوي.

ښاغلي ولسمشر جرګې ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ټولې پرېکړې او نظریات به عملي کوي، ځکه په وینا یې د دوی پرېکړې او نظریات د ولس نظریات او پرېکړې دي.

نوموړي و ویل، چې جګړه د حل لار نه ده او افغانان له سولې پرته بله لار نه لري، نو ځکه پر طالبانو هم غږ کوي، چې  جګړه ودروي او د سولې خبرې پیل کړي.

د هغه په وینا اوس انتخاب د طالبانو په لاس کې دی او باید وښيي، چې له سرتاسري اوربند څخه وېره نه لري او د لویې جرګې غوښتنې باید ومني.

ولسمشر وویل«اکبر جهاد د سولې لپاره جرائت کول دي، جنګ له بدبختۍ پرته بله ګټه نه لري، زموږ خلک طالبان اوس د دې ټولنې د یوه واقعیت په توګه مني، اوس باید هغوی ثابته کړه چې افغانستان په تنوع او یووالي سره غواړي که نه، که افغانان وي خو باید ویې مني.»

نوموړي زیاته کړه، چې له نړیوالې ټولنې یې هم د سولې پروسه کې د وضاحت غوښتنه کړې، چې په وینا یې هغوی ډاډ ورکړي، چې د طالبانو سره د سولې په تړون کې کوم مبهم څه نشته او ټول څه ملت ته ښکاره دي.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا له جرګې مننه وکړه، چې حکومت ته یې لار وښوده، چې د ده په وینا تعقبوي به یې او که چېرې بیا هم په دوه لارې کې بند شو، بیا به هم جرګې ته مراجعه کوي.

د یادونې ده، چې د څلور سوه طالب زندانیانو د خلاصون په اړه لویه مشورتی جرګه د تېرې جمعې زمري ۱۷ مه پیل او نن یکشنبې د زمري ۱۹ مه د ولسمشر غني په اختېتامیه وینا پای ته ورسېده.

د جرګې پنځوس ګونو کمېټو په تېرو دریو ورځو کې پر دې توافق وکړ او یو پرېکړه لیک یې صادر کړ، چې سولې ته د رسېدو، وینې د مخینوي او ثبات په خاطر د ۴۰۰ طالب زندانیان خوشي شي.

په مقابل کې یې جرګې له طالبانو هم وغوښتل، چې دوامداره اوربند وکړي او فوري بین الاافغاني خبرې په افغانستان او یا هم درېیم ګړي بې پرې هېواد کې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي