۰

ولسمشر غني له امریکایي سناتورانو او خلیلزاد سره لیدلي دي

یکشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۷
ولسمشرمحمد اشرف غني د امریکا د سنا له یو شمېر غړو او د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
ولسمشر غني له امریکایي سناتورانو او خلیلزاد سره لیدلي دي
ولسمشرمحمد اشرف غني د امریکا د سنا له یو شمېر غړو او د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دواړې لیدنې پرون شنبې د سلواغې ۲۶ مه د مونیخ کنفرانس په څنډه کې تر سره شوې او له دواړو لورو سره د نورو مسایلو تر څنګ د سولې په اړه تر ډېره خبرې شوې دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر د امریکا د سنا د پوځي، چاپېریال ساتنې، عامه ګټو، بانګدارۍ او ښارجوړونې او بودجې کمېټې له رئیسانو او غړو سره خبرو کې د افغان سولې تر څنګ د امریکا او افغانستان تر منځ سراتېژیکو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا او له افغانستان څخه د امریکا د ملاتړ د دوام په اړه بحث او خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي،سناتورانو له افغان ولسمشر نه د سولې پروسې، د امریکایي ځواکونو دکمولو او پر وضعیت د هغه د اغېزو په اړه خپلې پوښتنې هم مطرح کړې.

چې په وینا یې ولسمشر غني د تاوتریخوالي او جنګ ختمولو، د تروریستانو د امن ځایونو، اوربند او پایداره سولې ته د رسېدو په برخه کې معلومات ورکړل.

خبرپاڼه زیاتوي، ولسمشر یو ځل بیا تروریزم افغانستان، امریکا او سیمې ته اصلي ګواښ وباله او د داعش پر ضد یې د افغانستان د مبارزې د یادولو پر مهال، د تروریزم پرضدد ګډې مبارزې پر دوام ټینګار وکړ.

ولسمشر غني د افغان دولت پر مالکیت او رهبرۍ د سولې پر پروسې په اړه  ویلي، چې د افغانستان اجنډا سیمه ییزې همکارۍ او د مرکزي اسیا هېوادونو سره د ترانزیټ او سوداګرۍ پراختیا ده.

خبرپاڼه وایي، په دغه کتنه کې امرالله صالح هم د طالبانو له لوري د افغانستان ملي امنیت ته د موجوده متوجه ګواښونو په اړه خپله ارزونه تشریح کړه.

نوموړي د طالبانو د ظرفیت او دا چې دوی څنګه او په کومو امکاناتو او بهرنۍ رهبرۍ دغه جګړه د افغانانو پر ضد مخته وړي، تفصیلي توضیحات وړاندې کړل.

بل خوا ولسمشر غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل.

ارګ وایي، په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره د جمهوررئیس غني د تېرې ورځې په کتنه کې د مطرح شویو موضوعاتو پر تعقیب ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي لوری له طالبانو سره راتلونکو اوونیو کې د سولې د هوکړې امکان خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي