د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کابل له اسلام آباد خپل سفیر راغوښتی او کابل کې د پاکستان مرستیال سفیر یې احضار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر وړمه ورځ ویلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ ته کول د ستونزو یوازینۍ حل لاره ده.
هغه افغان حکومت په دې هم تورن کړی و، چې د ده په وینا د سولې پر وړاندې خنډونه جوړي او نه غواړي چې له طالبانو سره سوله وشي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د عمران خان دغه څرګندونې په سختو ټکو غندلې او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وايي، کابل د عمران خان د دې څرګندونو په غبرګون کې له اسلام آباد نه خپل سفیر عطاف مشعل راغوښتی او کابل کې یې د پاکستان مرستیال سفیر احضار کړی دی.
نوموړي و ویل، چې د عمران خان دغه څرګنونې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې د پالیسۍ او د افغانستان ملي حاکمیت او د خلکو ارادې ته د نه درناوي یوه څرګنده بېلګه ده.
د عمران خان دغه څرګندونو نه یوازې د افغان حکومت بلکې د یو شمېر سیاسي ګوندونو او عامو افغانانو غوسه راپارولې او دا یې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاس وهنه بللې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د صدراعظم عمران خان په څرګندونو غوسه څرګنده کړې او هغهیې غیرې مسؤلانه بللي دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د عمران خان څرګندونو ته غبرګون ښودلی او په ټوېټر یې لیکلي، چې په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې رغنده همکاري کړې، د عمران خان څرګندونو بیا دا ډول اغېز نه درلود.
د ښاغلي خلیلزاد په وینا د افغانستان راتلونکی د افغانانو لپاره دی او یوازې هغوی یې په اړه پریکړه کوي او د نړیوالې ټولنې رول دا دی چې افغان په خپلو کې راټولېدو ته وهڅوي.
جمهورخبري آژانس:کابل