۰

پنځه اروپايي هېوادونه د جولان پر لوړو د اسرائیلو حاکمیت نه مني

چهارشنبه ۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۵
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه غړي اروپايي هېوادونه وايي، د جولان پر لوړو د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت نه پېژني.
پنځه اروپايي هېوادونه د جولان پر لوړو د اسرائیلو حاکمیت نه مني
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه غړي اروپايي هېوادونه وايي، د جولان پر لوړو د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت نه پېژني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اروپايي ټولنې دغه پنځو غړو هېوادونو دا اعلان پر داسې مهال کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د یوې اعلامیې په لاسلیک سره د جولان پر لوړو د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت وپېژانده.

خو برېتانیا، فرانسې، جرمني، بلجیم او پولنډ په یوه غږ ویلي، چې دوی د جولان پر لوړو د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت نه ‌پېژني.

په امنیت شورا کې د بلجیم استازي مارک پیسټان ډي بویټس ویرفه د څلورو نورو اروپايي هېوادونو له استازو سره یوځای، د جولان د لوړو په اړه د خپل توافق متن ولوست.

هغه و ویل، چې د نړیوال قانون مطابق او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوند پرېکړه‌لیکونو په ځانګړې توګه د ۲۴۲ او ۴۹۷ شمېره پرېکړه‌لیکونو سره سم، موږ د جولان د لوړو په شمول په ټولو هغو سیمو د اسرائیل حاکمیت په رسمیت نه‌پېژنو چې د ۱۹۶۷ میلادي کال د جون له میاشتې راوروسته اشغال شوي دي او موږ دا سیمې د اسرائیلو د حاکمیت برخه نه‌بولو.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې په زور یا فشار د یوې سیمې الحاق د نړیوال قانون په چوکاټ کې په بشپړه توګه منع دی.

هغه و ویل، چې د امریکا له‌ خوا د جولان پر لوړو د اسرائیلو د حاکمیت په رسمیت پېژندلو اندېښمن کړي دي، ځکه دا اقدام ښايي بد عواقب ولري او د سیمې په سطحه به یو غیر قانوني الحاق وبلل شي.

باید و ویل شي، چې تر دې مخکې یو شمېر عربي هېوادونو او همدارنګه روسیې او ایران د امریکا پر دې پرېکړې سخت انتقادونه کړي وو.

اسرائیلو په ۱۹۶۷ میلادي کال کې په منځني ختیځ او افریقا کې له ۱۲ عربي هېوادونو سره له شپږ ورځنۍ جګړې وروسته د جولان لوړې اشغال کړې.

دا سیمې په اصل کې د سوریې د خاورې برخه وه او د دې هېواد له پلازمېنې دمشق سره شااوخوا ۷۰ کیلومتره واټن لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي