هندي رسنۍ وايي، ټاکل شوې د هند حکومت په راتلونکو څو ورځو کې دوه Mi-24 ډوله چورلکې د افغانستان هوايي ځواک ته ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندوستان ټایمز ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله ویلي دغه چورلکې به په راتلونکې اپریل میاشت کې افغان هوايي ځواک ته وسپارل شي.
دغه راز دغه هندي چارواکي ویلي، چې دوه نورې څرخکې به د روان میلادي کال په جون یا جولای میاشت کې افغان هوايي ځواک ته ورکړل کړي.
هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته هندي چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
هند یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې یې له افغانستان سره په ګڼو برخو کې پراخې مرستې کړې دي.
د هند له شویو مرستو یو هم د سلما بند جوړول او بل د افغانستان د پارلمان ودانۍ د یادونې وړ ده.
جمهورخبري آژانس:کابل