۰

امریکا له افغانستان سره د ۶۱ میلیون ډالر مرستې اعلان کړی

پنجشنبه ۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۱
امریکا له افغانستان سره د بې ځایه شویو، راستنو شویو او په طبي پېښو کې ځپل شویو افغانانو سره د ۶۱ میلیون ډالر مرستې اعلان کړی دی.
امریکا له افغانستان سره د ۶۱ میلیون ډالر مرستې اعلان کړی
امریکا له افغانستان سره د بې ځایه شویو، راستنو شویو او په طبي پېښو کې ځپل شویو افغانانو سره د ۶۱ میلیون ډالر مرستې اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه اعلان پرون چهارشنبې د وري ۷ مه په یوه خبرپاڼه کې کړی او ویلي یې دي، چې دغه مرستې به د مرستندویه ټولنو له لارې افغانانو ته رسول کېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې روانه جګړه او زیاته وخت طبعي پېښو خلک د خپلو کورنو پرېښودلو ته اړ باسي، چې ورسره په دغه هېواد کې بشري مرستو ته د اړتیا د زیاتېدو سبب ګرځي.

خبرپاڼه وايي، نوې مالي مرسته به د خوړو د بېړنیو خدمتونو، روغتیايي ختمونو، د څښلو پاکو اوبو، په مصبت ځپلو سیمو کې د ستانه شویو کډوال او هغه خلکو ته چې په ټولنه کې د بیا مېشت کېدو په برخه کې ستونزې لري ولګول شي.

امریکا په داسې حال کې له افغانستان سره د ۶۱ میلیون ډالرو مرستې اعلان کوي، چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تیرکال په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰زره کسان د وچکالۍ او جګړو له امله له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.

دغه راز د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" وايي، سږکال د مارچ په روانې میاشت کې د سیلابونو له امله یوازې په دریو ولایتونو کندهار، هلمند او فراه کې له ۱۲۳۰۰۰ څخه زیات کسان زیانمن شوي.

افغان حکومت د امریکا د دغه مرستو هرکلی کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي